سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / د پښتو او د دري ژبې ژوند ګډ دى

د پښتو او د دري ژبې ژوند ګډ دى


ارواښادقدرت الله حداد (فرهاد)

ددې لپاره چې دخراسان په تاريخي واقعيت پوه شو ستاسو پام دافغانستان دپادشاه سلطان مسعود غزنوي هغې وينا ته را اړوم چې نيشاپور کې يې کړيده . کله چې داوو هېوادونو پادشاه سلطان محمود زابلى وفات شو شهزاه مسعود همدان ته نژدې و غوښتل يې چې بغداد ترلاسه کړي نو دغزني په لوري بيرته راوګرځيد چې نيشاپور ته ورسيد دخراسان مشران او کشران دده حصور ته راغلل په ( صفه تاج ) کې چې سره غونډ شول دلته بڼ و چې هم دده دپلار سلطان محمود عليه رحمه دعا وکړي او هم دده دپادشاهۍ مبارکي ورکړي او بيعت وکړي . سلطان مسعود دخراسان خلکو ته داسې وينا وکړه .
دغه ښار ډير مبارک دى دغه ښار او د هغه خلک را باندې ګران دي کوم کارونه چې تاسو زما لپاره کړي نورو ځايو کې نه دي شوي څه چارې په مخه کې دي چې ژر به ترسره شي دخداى تعالى پر فضل به هغه تر سره شي بيا به دخراسان دخلکو کارونه ترسره کوړو او ځانګړى پاملرنه به وشي اوس به دومره وشي چې امر وکړو هغه چارې چې حسګ کولې هغه دې ودرول شي او پخواني قواعد دې عملي شي . کومې چارې چې حسګ او ملګرو يې کولې پر هغو پوهيدو خو مونږ هغه مهال په هرات کې وو څه نه شول کيداى .
هره اوونۍ به دوه پلا دخلکوشکايتونه اوريدل کيږي او هغه به په ازادې او پرانستې فضا کې وي هرڅوک به راځي او خپله خبره به بې ويره کوي څو بشپړ نياو ورسره وشي پرته له دې کولاى شي لوى حاجب ته خپلې ناخوالې ووايي ، مونږ امر ورکړي چې جيلونه دې وکتل شي او دبنديانو له پښو دې زنځيرونه ليرې کړي څو هغو پر ډاډ دعدالت کارونه وګوري ، ويره ورسره نه وي او زمونږ دراتګ په اغيز پوه شي .
دپيروز ساسانى او احشوار يفتلي خپلواکي له جګړې وروسته يوه فقره دا وه چې ساساني دولت بۀ هيڅ کله خراسان ته دراتلو هڅه نه کوي خراسان داريايانو او ددري ژبې چې دا وينا ده يو مهم ولايت و پاکتيان او ډېرو پښتنو دخزر پر غاړو اذربايجان ، داغستان او شيروان کې خپل دولتونه درلودل جدون هم هلته و . زمونږ تاريخونه پر دوى او ارمن دومره خبرې نه کوي غزني د زابلستان برخه ده زابلۍ او سکايي ژبې وې درې له هغې ټولې څخه چې دافغان ملي تاريخ په دوه يم توک چې پښتانه په لرغوني تاريخ کې نوميږي داخبره راغلې ده چې پښتنو پادشهانو پارسي روزلې ده که مونږ فارسي دپارس وبولو نو درې زمونږ خپله ده . دپښتو او ددري ژبې ژوند ګډ دى چې اوس پوهنتون دري کليمه ده سره مياشت ، څارندوي او ښوونځي دا ډول نورې کلمې دري کې درې پښتو کې پښتو دى . لکه بدرگه ، بدرقه هم پښتو ده هم دري ، جرگه ، جرګه اوس هغه لغات ګورو چې د رې او ايراني فارسي سره بيلوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *