سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / د موزمبیق توپان کې گڼ خلک مړه شوي

د موزمبیق توپان کې گڼ خلک مړه شوي

د موزمبیق ولسمشر فیلیپه نایوسي ويلي دي ، د ایدای په نوم توپان کې د وژل شویو کسانو شمېر١٠٠٠ ته ورسي . دا چورلېدونکی توپان د افریقا په سوېل کې د سلګونه نورو کسانو د مرګ لامل شوی دی.

دا توپان د تېرې پنجشنبې په ورځ بندري ښار بیرا ته نژدې په یوه ګړۍ کې له ۱۷۷ کیلومتره تېز باد سره یوځای سمندرغاړې ته ورسېد، خو مرستډلې د یکشنبې په ورځ دغه ښار ته ورسېدې.

د سېلابونو او تېز باد له کبله ګڼ کورونه ویجاړ شوي. تر اوسه په رسمي ډول د توپان له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۴ ته رسېدلی.

یاد “سیکلون” یا چورلېدونکی توپان د سوېلي افریقا په نور برخو کې هم د سلګونه کسانو د مرګ لامل شوی.

ښاغلي نایوسي د بیرا ښار د لیدو پرمهال چې توپان سخت زیانمن کړی، وویل، پخپله یې هم په اوبو کې غوټې وهونکي کسان لیدلي دي.

په ګاونډي زېمبابوې کې هم د ۹۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی، چې د حکومتي چارواکو په وینا، د دغه هېواد په ختیځ او سوېل کې ۲۱۷ کسان لاهم ورک دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *