سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / غني: د کابل نامسؤوله وسله وال دې بې وسلې کړل شي

غني: د کابل نامسؤوله وسله وال دې بې وسلې کړل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته لارښونه کړی چې کابل کې له نامسؤوله وسله والو تر راتلونکو درېیو میاشتو وسلې ټولې کړي.

د ارګ په دې اعلامیه کې راغلي غني د کب پر ۲۶مه عربي متحده اماراتو کې افغان سوداګرو ته په وینا او کتنه کې وویل، کابل کې به امنیتي ګواښونه له منځه ولاړ شي.

شاوخوا درې میاشتې مخکې د کورنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي و، کابل کې ۱۵۰۰ کسان د ټولنې نظم په ګډوډولو تورن ګڼل شوي چې د ۲۰ تنو افغان دولتي او نا دولتي مشرانو لخوا یې ملاتړ کېږي.

دې چارواکي ویلي و، تورن کسان ۲۸ زره ناقانونه وسلې لري او کابل ښار کې سړي تښتونه، غلاوې او نور پلان شوي جرمونه ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *