سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / ١٨مارچ د کوموخبريالانو ورځ؟

١٨مارچ د کوموخبريالانو ورځ؟

سرليکنه ‏
هرکال په نړۍ کې ١٨ د کب ٢٧ يا د مارچ ١٨ دخبريالانو د ورځې په نوم په درنو غونډو سره نمانځل کيږي ‏چې په هرهېواد کې ميشت خبريالان دخپلوحکومتونو څخه دخبريالانو دحقوقو غوښتنې کوي، په ځينو هېوادونو ‏کې چې نسبتا امن پکې خوندي وي يوڅه حقوق خبريالانوته ورکول کيږي خو هغه هېوادونه چې قانون ېې په ‏غصب ولاړ وي په هغو هېوادونوکې نه دخبريال، نه د ښوونکي، نه د مور او نه د ماشوم او … حقوقو ته ‏درناوې کيږي او دروناوې څه حقوق ې ترپښو لاندې کيږي.‏
هغه مهال چې په افغانستان کې کمونستانو سره کميسونه نه وو په تن کړي يوڅه مطبوعاتو ته درناوې کيده که څه ‏هم هغه وخت دخبريال خپل حقوق دشاهۍ د دوران په سيليو کې ترکنډونو اوړيدل خو بياه هم مطبوعاتو په خپلو ‏رښتينو کړنو خپل تقدس ساتلاى ؤ، په هېواد کې دسرو بيرغونو ښوروونکو مطبوعات څه چې مذهبې تقدس ېې ‏هم ترپښو لاندې کړځينو به ويل د بيان ازادي له منځه تللې خو چې دقيق نظر واچول شي د بيان شونډي د ‏کمونستي نظام په راتلو سره ور وګنډل شوې چې ترنن ورځې پورې همداسې ګنډلې پاتې دي.‏
د روانو حالاتو په اړه چې په ځنيو رسنيو کې څه ليدل کيږي او اوريدل کيږي يا څوک دموجوده بې واکو واکمنو ‏په اړه کوم نظر څرګندوي دا د پټو اطلاعاتو له دايرې او ساحې بهردي که په لاس ورشي شونډي څه چې سابه ‏ېې هم وروګنډي او دتل لپاره ېې غږ ورخاموش کړي.‏
په افغانستان کې چې هرواکمن چې په هره جامه کې وي دمطبوعاتو تقدس له منځه وړي او د خبريالانوحقوق ‏ترپښو لاندې کوي ، ژوند ېې ورتريخوي، دحقيقت څرګندونې زمينه ېې له منځه وړي، دحقيقت روښانه کولو پر ‏مهال دتهديدونو لاندې ېې نيسي او بالآخره دحق دغږ پورته کولو خوله ېې بندوي هغه دخبريالانوحقوق ‏ترپښولاندې کوي.‏
ديوه ازاد او رښتني خبريال ټوله شتمني دهغه دبيان ازادي ده چې دا ترې سلب کړل هغه دټولو حقوقو بې برخې ‏دې ځکه دخبريال حقوق همدا دي چې حقيقت څرګندولوته پريښوول شي چې په افسوس سره اوس مهال په ‏افغانستان کې هغه څه په لاس نه راځي کوم چې خبريالان ېې حق لري.‏
دافغانستان په څير په ډيرو نورو هېوادونو کې دخبريالانو ژوند دمرګونو ګواښونو سره مخ دى خو په افغانستان ‏کې خبريالان هره لحظه دمرګ غږ ته غوږ غوږ وي خو بيا هم دخپلو سرونو په بدل خپلې دندې ته په پوره ‏ايماندارۍ غيږ ورکوي او حقيقتونه ترڅه حده چې وس ېې ورسيږي ولس ته روښانه کوي .‏
دهېواد په رسنيو کې دخبرونو ترڅنګ په رسنيو کې به سياسي ، سوداګريز، مذهبي او نورو برخو کې کا روان ‏وي خو ديوه داسې نظام ترسيوري لاندې روان دي چې هغه په رښتينې توګه دافغاني ټولنې نماينده ګي نه کوي او ‏په دې مانا چې دهېواد د رسنيو قانون په خپل حال نه دى پاتې او د پرديو ګټې پکې په نظر کې نيول شويدي، ‏يواځې په کابل کې ترډيرشوزيات تلويزيوني چينلونه اوراډيو ګانې په فعاليت بوختي دي خوبيا هم دهېواد روان ‏سياسي او اقتصادي حالت مخ په ځوړ روان دې ددې اصلي علت داې چې مطبوعاتو ته دمطبوعاتو په سترګه او ‏خبريال ته ېې دخبريال په سترګه نه کتل کيږي که ورته کتل کيدې نو په کابل کې ميشت دخبريالانو څلورو ‏بنسټونو به د خبريالانو د ناخونديتوب انديښنې نه څرګندولې، دخبرنګارانو ورځ به نړيوال نمانځي په افغانستان ‏کې به هم نمانځل کيږي خو پوښتنه داده چې د کومو خبرنګارانو ورځ د تهديد شوو که د زنداني شوو او وژل ‏شوو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *