سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / د سولې مشورتي لویې جرګې ته په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو استازي هم بلل کېږي

د سولې مشورتي لویې جرګې ته په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو استازي هم بلل کېږي

د افغانستان د سولې عالي شورا ‌وايي، په پلان کې ده چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو استازي هم د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې چې ټاکل شوې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د ثور پر ۹مه جوړه شي ګډون وکړي.

د سولې د عالي شورا منشي محمد عمر داودزی او ورسره پلاوی چې دا مهال په ایران کې دي په هغه هېواد کې د افغانستان په سفارت کې د افغان کډوالو له استازو سره د مشورتي لویې جرګې په اړه خبرې کړي دي.

د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري وویل:”له هغوی څخه مو وغوښتل چې سر له اوسه په ایران کې د افغان کډوالو له ټولنو او غړو سره خبرې وکړي، تر څو په نژدې راتلونکي کې په لویه جرګه کې د غړو د عضویت په اعلان سره وتوانېږو چې په دغه جرګه کې په ایران کې د افغان کډوالو استازي هم ولرو.”

د ښاغلي طاهري په خبره، دوهم ګام په تهران کې د افغان کډوالو د استازو ترمنځ ټاکني دي، چې د خپلو استازو تر ټاکل کېدو وروسته د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي، او‌ خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.
د سولې عالي شورا وايي،د پلان له‌مخې به په ایران کې د افغان کډوالو د استازو ترڅنګ په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو استازي هم په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *