جمعه , 20 اکتوبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو دديني عالم محمد وزير په وژنه غبرگون وښود
untitleddfdfdffdfdfdfdfd

طالبانو دديني عالم محمد وزير په وژنه غبرگون وښود

طالبانو د پلچرخي په  زندان کې د يوديني عالم په وژنه غبرگون ښودلى په دې اړه يې خبرپانه راليږلې ده چې کټ مټ يې خپروو

 

په پلچرخي زندان کي د يوه بندي د شهادت په اړه غبرګون

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پلچرخي زندان يو تن مظلوم بندي مولوي محمد وزير صاحب د ناځوانمردانه دسيسې په ترڅ کي په شهادت رسول شوی دی، نوموړي بندي چي تکړه ديني عالم او په زندان کي د بندي طالب العلمانو استاذ وو تېره ورځ د پلچرخي زندان په دريم بلاک کي د نامرده دښمن په اشاره د جنايي بنديانو لخوا د چړو په ګوزارونو لومړی سخت زخمي او وروسته په شهادت ورسېد، د نوموړي بندي د شهادت پېښه د هيواد په زندانونو کي د کابل د مزدوري ادارې د شيطاني پلانونو برخه ده چي د بنديانو په منځ کي سمتي، ژبني او قومي کرکې پاروي، که څه هم سياسي بنديانو په مکرر ډول د زندانونو له چارواکو غوښتي دي چي دوی دي له جرائم پېشه عناصرو او جنایي بندیانو څخه جلا کړل شي؛ خو چارواکي نه يوازي داچي د دوی دغه پرځای او معقوله غوښتنه نه مني؛ بلکه جنايي بنديان په دستوري ډول دې ته هڅوي تر څو د سياسي بنديانو د لمانځه، تلاوت، ديني درسونو او نورو مثبتو مصرفيتونو په وړاندي خنډ شي او دا ډول پیښو ته لاره هواره کړي.

د ( سپټمبر پر ۲۳ ) هم جنايي بنديانو له سياسي بنديانو سره شخړه وکړه چي په ترڅ کي يې د جنايي بنديانو په ګوزار کي قرانکريم ويشتل شوی وو او کله چي سياسي بنديانو عکس العمل څرګند کړ د زندان پوليسو پر سياسي بنديانو ډزي  وکړې چي په ترڅ کي يې دوه تنه بنديان سخت زخميان شول، د تېري ورځي په پېښه کي هم د زندان پوليس د جنايي بنديانو په طرف دریدلي او په سیاسي بندیانو یې زور زیاتی پیل کړی او داسي ښکاري چي د زندان چارواکي په مظلومو سیاسي بنديانو باندې د نور تشدد پلان هم لري.

اسلامي امارت د هيواد په زندانونو کي د ناوړه او وحشیانه وضعيت په اړه وخت په وخت اندیښنه ښودلې او داسې کړنې غیر انساني بولي.

د کابل د دوه سري ادارې په راتګ سره له بنديانو سره له کرکي ډک ظالمانه چلند سيستماتيکه بڼه غوره کړې او د زرګونو بېګناه او مظلومو بنديانو پر حقه حقوقو يې په ډېري سپين سترګی سره تيري ته دوام ورکړي دی.

موږ يو ځل بيا د بشري حقوقو پر مدعيانو او اړوندو نړيوالو بې پرې ادارو ږغ کوو چي د مظلومو بنديانو له حقوقو څخه له کوم توپير او سياسي تړاوه پرته ملاتړ وکړي.

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۹/۱/۲۴هـ ق

۱۳۹۶/۷/۲۱هـ ش ــ ٢٠١٧/١٠/١٣م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *