سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / د سولې مخه چانيولې ده ؟

د سولې مخه چانيولې ده ؟

سرليکنه ‏

نږدې څلورمياشتې کيږي چې په افغانستان کې د سولې هڅې دافغانستان لپاره د خليلزاد په ‏ځانګړيتوب د پخوا په نسبت ګړندۍ شويدي خو هغه عوامل چې د مخه موجود وو اوس ‏ېې هم د سولې مخه نيولې ده اوپه خپل ځاې پاتې دي خو بياهم د سولې په اړه هڅې ‏ګړندۍ ښـکاري، ددې پايلې به څه کيږي؟ سوله به وشي؟ د سولې را منځ ته کيدا عوامل به ‏برابرشي؟ دجګړې دلاملونو حال به څه وي ؟ او … دا هغه پوښتنې دي چې په تير و ‏‏١٧کالو کې نه دي ځواب شوي ځکه خو تراوسه پورې سوله د هوسۍ په ښکر کې ښکاري ‏کله څوورځې ځنډ، کله لږ پرمختګ او کله دپرمختګ په نه څرګندلو د بلې غونډې اعلان. ‏
دمخه به ويل کيدل او هم به ځنو رسنيو تبليغ کاوه چې طالب وسله وال سوله نه کوي ‏خواوس دهغو رسنيو خوله ګڼډل شويده چې ووايي سوله څوک نه کوي ؟، جګړه دچا ده ‏او سوله د چا ده ؟ که لږ حقيقت ته ځير شو او د افغانستان د جګړې شاليد ته نظر وکړو ‏خپله به جوړته شي چا دجګړې وسايل برابرکړي او څوک دي چې اوږد مهالو ګټو په ‏خاطر د سولې پروړاندې خڼدونه رامنځ ته کوي ؟
امريکا چې له ١٨کالو راهيسې ېې په جګړه په ميلياردونوډالر لښګتونه وکړل او ‏دخپلوهدفونو د ترلاسه کولو لپاره ېې اوس هم په نظرکې لري چې په ميلياردونه ډالر ‏ولګوي وړيا سوله نه کوي، يابه د تيرو ١٨کلنې جګړې په دوام خپل لګښتونه پوره کوي ‏او يا به په سوله کې د ١٨کالو دجګړې د لګښت حساب پوره کړي، چې په دواړو ‏صورتونوکې امريکا په افغانستان کې سوله ته غاړه نه ږدي.‏
د يوې خوا اشرف غني سولې ته ليوالتيا ښې او د بلې خوا عبدالله دامريکا يي چارواکو په ‏وينا شخوند وهي وايي طالبان دي چې د سولې په وړاندې خنډ دي حال داچې امريکا د ‏سولې په وړاندې خنډ ده نه طالبان، طالبان په افغانستان کې د امريکا سره چې په هېواد کې ‏سوله رامنځ ته او افغان ولس دامريکايي پوځونو له وحشته خلاص کړي جګړه (له افغان ‏ولسه دفاع) کوي .‏
طالبان جګړه کوي خو د خپل ولس د ژغورنې لپاره، طالبان (افغانان) تراوسه پورې کوم ‏هېواد ته د تيري لپاره نه دي ورغلي او نه ېې پر چا تيرې کړى دى تل ېې د خپل ولس ، ‏خاورې او ملي ارزښتونو دفاع کړېده خو امريکا تبليغوي چې طالبان سوله نه کوي .‏
امريکا ېې بهرنى وزير پمپيو وايي چې دافغان ولس لپاره تلپاتې سوله غواړي که په رښتيا ‏تلپاتې سوله غواړي خپل پوځونه دې له افغانستانه وباسي د افغانانو ترمنځ سوله سوله ده ، ‏جګړه د طالبانو(افغان ولس) او امريکايي پوځونوترمنځ روانه ده سوله به هم په جګړه کې ‏ښکيلې خواوي کوي خو په دې شرط چې دجګړې لاملونه له منځه يوړل شي او دسولې ‏لپاره شرايط برابر کړل شي بيابه هرچاته څرګنده شي چې جګړه دڅوک دوامداره کوي او ‏دسولې مخه چانيولې ده ؟

‏ ‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *