سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / سلايډ / د نيوزيلنډ پر جوماتونوبريد پراسلامي نړۍ بريد‏

د نيوزيلنډ پر جوماتونوبريد پراسلامي نړۍ بريد‏


س سيرت
تراوسه مو په فلسطين،عراق، سوريه، افغانستان،چچنيا، سوډان او نورو اسلامي هېوادونو کې ‏د اسلام د ښمنانو او کفري هېوادونو دنړيوال تروستانوسرټکاوه چې په يادو او نوورو ‏هېوادونوکې د مسلمانانو دعقايدو،ژوند،اولادونواو شتمنيودښمان غواړي په نړيواله کچه خپل ‏فعالتونه لا پسې پراخه کړي، اسلامي نړۍ لا د اسرايئلو وحشانه اعمال چې پر غزې او ‏دفلسطين په نورو برخو کې پرمسلمانانو کوي له ستوګو اوښکې وچې نه وي چې په نيوزيلنډ ‏کې ېې پرجوماتونو هم بريدونه وکړل او پکې ېې څلويښتو زيات شهيدان او تردې زيات ژوبل ‏کړل.‏
دامريکا، اسرائيلو او نورو اسلام د ښمنه هېوادونو سياسي او نظامي چاراکي ادعا کوي چې په ‏افغانستان، عراق، سوريه او نورو اسلامي هېوادونو کې د ترورستانو اډې دي او موږ ته ترې ‏خطر دې، اوس لا امريکا د طالب مشرانو سره په خبرو کې د مسلمانانواوپه ځانګړې تو ګه ‏دافغانانو په سترګوکې خاورې اچوي چې له افغانستانه به موږ (اروپا) ته خطر نه وي، د ‏حېرانتيا خبرنه ده ؟ داخبره دهغه چا له خلې راووځي چې نړۍ ته ترې خطر څه چې په ټوله ‏نړۍ کې د جګړو او وژنو اوربل کړېدې، بياطالب مشران هم ورته سرښوري او ژمنه ورسره ‏کوي چې خطر به درته نه وي، خپله دا جمله چې له افغانستان څخه به اروپاته خطر نه وي ‏هم د پوښتنو لاندې نيول کيږي،په افغانستان کې دمخه هم دبل کوم هېواد پرخلاف د خطر پلان ‏نه ؤ جوړشوى او نه به وروسته افغانان د بل هېواد پرخلاف د خطر پلان جوړکړي.‏
دامريکا، اسرائيلو، فرانسې او برتانېې په شمول کفري هېوادونه چې په ټوله اسلامي نړۍ کې ‏ېې اوربل کړى نيوزيلينډ تر هم په امن پاتې نه شو او هلته ېې په ترورستي بريد سره مسلمانان ‏په جوماتونو کې شهيدان کړل.‏
اسلامي هېوادونه په ځانګړې توګه عربي نړۍ بايد په دې وپوهيږي چې دامريکا په مشرۍ ټول ‏کفري هېوادونه داسلامي نړۍ پرخلاف او دخپلو وحشي اعمالو لاس نه اخلي په يوه بل هېواد ‏کې په يوه اوبله پلمه مسلمانان وژني ترويستان روزي په ډول ډول وسلو ېې سمبالوي اوبيا ‏چې ترورستان په بريد کې ووژل شي که دکفري هېوادونو روزل شوې ثابت شي ورته د ليوني ‏نوم ورکړي او که ونه پيژندل شي په مسلمانانوکې د نفاق په موخه ېې د يوه اسلام تنظيم پورې ‏تړلې ياد کړي.‏
اوس ارپايي رسنۍ چې د اسلام او مسلمانانو د تفرقي لپاره پرګرامونه لري دا تبليغوي چې په ‏نيوزيلنډ کې پرجوماتونوبريد کوونکى ليونې ؤ ددې نه داثابته شوه چې دامريکا، اسرائلوروزل ‏شوې شخص ؤ ځکه ورته په غربي رسنيوکې په ليوني ياديږي، داڅرنګه ليونې دى چې په ټول ‏بازار کې نوروګړي پريږدي او په جومات کې دننه مسلمانان وژني ؟ ‏
په نيوزيلنډ کې پرجوماتونو بريد په هغه هېواد کې ترتولو بده پيښه ده چې د نورو اسلامي ‏هېوادونو ترڅنګ په نيوزيلنډ کې هم مسلمانان د اسلام د دښمنانو په امن پاتې نه شول او خپل ‏ترورستي اعمال ېې سرته ورسول، دنړۍ ټول مسلمان ولس د نيوزيلنډ دمسلمانانو په شهادت ‏دهغوۍ کورنيوته تسليت وايي او دا پيښه د مسلمانانو پرخلاف د کفري هېوادونو دنړيوال ‏تروريزم برخه ګڼي.‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *