سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / واشنګټن ايګزماينر:حمدالله محب ته نوره د امريکا ويزه نه ورکول کيږي

واشنګټن ايګزماينر:حمدالله محب ته نوره د امريکا ويزه نه ورکول کيږي

واشنګټن ایګزماينر خپرونې ،د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کې د سرچينو له قوله ويلي چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکارحمدالله محب ته به دده د وروستيو څرګندونو له امله د ډير وخت لپاره نوره د امريکا ويزه ورنه کړل شي.
واشنګټن ایګزوايي چې د محب وروستۍ څرګندونې د امريکا پر خلاف او ژبه يې نا ډيپلوماتيکه وه ، سرچينې وايي دا چې د ښاغلي محب ميرمن امريکايۍ ده نو يو مخ به د ويزې بنديز پرې ونه لګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا ته د محب د تګ پر مهال راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح لپاره هم کابل کې د امريکا سفارت څخه ويزه غوښتل شوې وه خو سفارت صالح ته هم د ويزې له ورکړې ډډه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *