سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / په خوست کې ټپي شوى خبريال مړ شو

په خوست کې ټپي شوى خبريال مړ شو

په خوست کې د ژمن په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه چې د جمعې په ورځ د ناپېژاندو وسله والو له خوا ټپي شوی و، تېره شپه په نهو بجو يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

سلطان محمود خیرخواه چې شاوخوا له تېرو پنځلسو کلونو په سیمه ییزو ټلویزیونونو کې ټولنیزې خپرونې پرمخ بیولې او له دوو کلونو راهیسې يې د ژمن په نوم د یو خصوصي ټلویزیون سره کار کاوه.

سلطان محمود خیرخواه د جمعې په ورځ په داسې حال کې چې کور ته په لاره و اداري کمپلکس ته په نږدې سیمه کې د مخ پټو موټرسایکل سپرو له خوا ورباندې ډزې وشوې او سخت ټپي شو، چې تیره شپه نهه بجې یې په روغتون کې ساه ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *