سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان په اړه په امريکا کې ارزښتمنه غونډه شوې

د افغانستان په اړه په امريکا کې ارزښتمنه غونډه شوې

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل استخباراتي او امنيتي ټیم سره د افغانستان په اړه ارزښتمنه ناسته کړې او پر روان حالت غږېدلي دي.
د نړیوالو راپورنو له مخې؛ له طالبانو سره سوله، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو راتلونکی او دلته روان وضعيت د دغې مهمې امنيتي غونډې د خبرو موضوعگانې دي ؛ خو تر اوسه په ډاګه شوې نه ده چې په دغې مهمې غونډې کې څه پرېکړې شوي دي.
راپورونه زیاتوي؛ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو، د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پينس، د دفاع سرپرست وزير او د ګڼو استخباراتي ادارو مشران په دغه غونډه کې حاضر وو.
ياده مهمه امنيتي غونډه داسې مهال جوړېږي، چې زلمی خليلزاد امريکا ته تللی او ټاکل شوې له طالبانو سره د رامنځ ته شوې مسودې په اړه له امريکاشي حکومت سره خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *