سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو بريد غندلى دى

طالبانو په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو بريد غندلى دى


طالبانو په يوې خبر پاڼې کې نیوزیلنډ هیواد په کرایسټ چرچ ښار کې بريد غندلى دى او د شهېدانو له کورنيو سره يې خواښوږي دي ښودلې
نورې خبرې په خبر پاڼې کې
په نیوزیلنډ کې په دوو جوماتو د برید په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د نیوزیلنډ هیواد په کرایسټ چرچ ښار کې په دوو مسجدونو د جمعې د لمانځه د اداء کولو په مهال بریدونه شوي، چې له امله يې ۴۹ مسلمانان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
اسلامي امارت دغه برید په تر ټولو سختو ټکو غندي، په بیګناه لمونځ کونکو برید د کرکې او نفرت څخه ډک او نه بښونکی عمل دی.
موږ د وژل شوو له کورونیو سره ژوره خواخوږي څرګند وو، د پيښې شهیدانو ته د جنت او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو.
موږ دغه زړه بوګنوونکی خبر داسې مهال اورو چې زموږ په هیواد کې هم د امریکايي اشغالګرو او د کابل ادارې لاسپوڅو عسکرو لخوا هره ورځ په مساجدو او عامو کورونو بمبارونه کیږي او ګڼ شمیر اولسي خلک مو خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د نیوزیلنډ له حکومت څخه غواړو چې د دغه راز اعمالو د تکرار مخه ونیسي، له عاملینو څخه کلکه پلټنه وکړي ترڅو د دغه وحشت ريښې پيدا شي او برید ګرو ته سخته سزا ورکړي.

د افغانستان اسلامي امارت
۸/۷/۱۴۴۰هـ ق
۲۴/۱۲/۱۳۹۷هـ ش
٢٠١٩/٣/١٥م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *