سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د احاديثو دکتابونو ډولونه ( اقسام )

د احاديثو دکتابونو ډولونه ( اقسام )


ليک فضل قادرانډيوال
داحاديثو دکتابونو دليکلو لپاره حديث پوهانو ځانگړى لارې او اصول غوره کړى ډول ډول طريقې او لارې ورته په گوته کړې او راز راز ډولونه يې ورته ټاکلي دي . حضرت مولانا محمد ذکريا عليه رحمه وايي زمونږ مشران استادانو به داحاديثو د کتابونو ټول دري ډوله ښوده ١جامع ٢ سنن او٣ مسند دغه خبره دحضرت مولانا گنگوهي او نورو اکابرو( مشرانو) علماوو په کلام او کتابونو کې هم موندل کيږي مسند الکل حضرت شاه عبدالعزيز ډهلوي محدث په خپل کتاب (عجاله نافعه) کې شپږ ډوله داحاديثو کتابونه ښودلي دى هغه جامع او سنن يو ډول گڼلي او ويش يې په دې توگه کړى جوامع ، مسانيد ، معجم اجزا او اربعينات هغه ليکي کله چې دتدريس په پيل کې ما شاگردانو دمشکات شريف درس ورکاوه د ډير لټون ، کوښښ او هلو ځلو وروسته راته څرگنده شوه چې داحاديثو دکتابونو ډولونه لس ، دولس دى ، ددې سره سره د لانور کوښښ او هلو ځلو وروسته پنځلس شپاړس ډوله راڅرگند شول خو کله چې مې د(لامع )مقدمه ليکله نو بيا داحديثو دکتابونو ډولونه ٢٥ يا ٢٧ ډولو ته ورسيدل خو دهغه شاگرد مولانا محمد عاقل وايي سهانپورى هم د(بذل المجهود) په مقدمه کې داحديثو دکتابونو ډولونه لس ښودلي دي او ما د(بذل المجهود) او (لامع) دواړه مقدمې مخکې کيښودى او (الفيض السمايي) په مقدمه کې د احاديثو دکتابونو دپنځه ويشت ډولونو تعريفونه( پيژندنې) او مصداقات د مثالونو سره په بشپړ ډول وليکل چې يو څو ډولونه او شمير يې په لاندې ډول دي . ١- جامع : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې د حديث پوهنې دعلم حديث په اتوبابونو مشتمل دى لکه عقايد ، احکام ، تفسير تاريخ ، اداب ، رقاق ، غزاگاني ، مناقب (اصحابو کرامو ستاينې) او فتن ، بخاري او تر مذى جامع کتابونه دي ځکه چې دغه پورته اته بابونه لري خو تر مذى ته سنن ترمذى هم ويل کيږي دا په دې سبب چې دفقهې د بابونو په ترتيب سره ليکل شوي دي او په مسلم کې اختلاف دى چې ايا هغه جامع دى او که نه ؟ ځينې علما کرامو ورته جامع ويلى دى ځکه چې تفسير باب لري خو ډير لنډ دى او د همدغه لنډ تفسير له کبله يې جامع بولي او تفسير يې لنډ او کم بولي که چيرې تفسير يې پوره واى بيا ددغه علما کرام په نزد مسلم هو جامع و او د مولانا محمدزکريا رحمه الله عليه په رايه مسلم جامع دى او هغه لنډ تفسير ته اعتبار ورکوي . ٢- سنن داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې د بابونو ترتيب يې دفقهې کتابونو په څېر ترتيب شوي وي او دفهقې کتابونو بابونه د (باب الطهارت) څخه پيل کيږي په دې ډول کې سنن نسايي او دځينې علما کرامو په رايه په کې ترمذى داخل دى او ځينو علما کرامو جامع او سنن يو ډول کتاب ښودلى دى چې ما ورته پورته اشاره هم کړيده . ٣- مسند : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې داحاديثو روايات يې دصحابو کرامو دنومونو په ترتيب سره راټول شوى وى له دحضرت انس ټول روايات چې په هره موضوع وي دلته موضوع ته اعتبار نشته په دې ډول کې د کتاب پر سر ليک او عنوان باندې دصحابي نوم ليکل کيږي او دهغه ټول روايات اخستل کيږي لکه مسند بن مالک چې ددغه صحابي څخه څومره احاديث روايات شوى ټول اخيستل شوي دي او د موضوع ته په کې ځاى نه دى ليدل شوى . بيا ځينې حديث پوهان محدثين داصحابو نومونه دتهجي دحروفو په اساس ليکلي وي لومړى دهغه صحابي نوم ليکل چې په سر او پيل کې يې (الف) راځي لکه دانس بن مالک ، ابى بن کعب او بيا ورپسې هغه اصحابو کرامو نومونه ليکي چې په سر او پيل کې (با) راځي لکه براء بن عادب او بلال بن الحارث . ځينې علما کرام بيا د اصحابو کرامو منزل او رتبې ته اعتبارورکوي لومړى د خلفاى راشدينو روايات راغلى لکه مسند احمد او مسند ابو داود الطياليسى په دغه دواړو کې داصحابو کرامو رتبې او منزلې ته اعتبار ورکول شوي دي او بيا ځينې علما داصحابو کرامو نومونه دقبيلو په اساس راخلي دمثال په ډول لومړى د هغه اصحابو نومونه راخلي چې بني هاشم دقبيلى پورې تړاو ولري او بيا ورپسې …. ځينې په ځانگړې ډول ديو صحابي روايت را اخلي لکه مسند ابي بکر څوک دخلفاء راشدينو روايات را اخلي لکه سمند خلفاء اربعه څوک يى د عشره مبشره روايات راخلي لکه( مسند العشرة المبشره )او بيا لا څوک لومړى دهغه صحابي روايت را راخلي چې لومړى مسلمان شوى که په رتبه کې هر څومره کم هم وي او بيا ځينې دلومړيتوب حق اول داهل البدر اصحابو کرامو ته ورکوي په خپل مسند کې لومړى داهل البدر روايات راخلي اهل البدر هغه اصحاب دى چې دبدر په غزا کې يې گډون کړى وى او څوک يا لا لومړى دبيعت الرضوان صحابو کرامو په ايات را اخلي او داسې …. ٤- معجم : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې احاديث په کې دشيخانو د نومونو په ترتيب سره راغلى وى خو حضرت مولانا محمد زکريا دلامع په مقدمه کې ليکي چې دغه تعريف مشيخه وايي او په اصل کې معجم هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې احاديث د حروفو تهجي په ترتيب سره ليکل شوى وى دغه قسم په درى ډوله دى . ١- داستادانو په ترتيب سره داحاديثو روايات ليکل لومړى دمشران استادانو او بيا دکشرانو استادانو روايات ليکل چې دا مدار نه دى . ٢- داصحابو کرامو احاديث دتهجي حروفو په ترتيب سره چې پورته ورته اشاره وشوه دغه تعريف په مسند کې راځي ٣- معجم الاحاديث هغه ډول کتابونه ته وايي چې احاديث په کې دتهجي حروفو په اساس راغلي وي دغه تعريف ته تعجم الاحاديث وايي ٥- مشيخه : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې ديو استاد يا يو شيخ ټول روايات ليکل شوى وي چې په هره موضوع سره وي ځکه چې په دې کې هم موضوع ته باور نه ورکول کيږي . ٦- الترتيب : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې ديوې موضوع په باره کې احاديث راټول او ليکلي شوي وي لکه څرنگه چې په معاجمو او مسانيدو کې معلومه شوه چې موضوع ته اعتبار نه ورکول کيږي دهغه يوې موضوع کې چې دهر چا څخه حديث روايت شوي په کې ليکل کيږي چې ورسره برابروي . ٧- الاطراف : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې دحديث لږه برخه ليکل شوى وى بيا دهمدغه حديث مختلف سندونه چې دغه حديث پرې روايت شوي وي واړه راټول کړي او په يو جلا کتاب کې يې وليکل شي دبيلگې په ډول انما الاعمال بالنيات دغه حديث ټول سندونه راټول کړي نو اطراف بلل کيږي په دې باب کې دابن طاهر المدسى الاطراف الکتب البته او د حافظ جمال الدين المروزى تحفه الاشراف بمعرف الاطرف مشهور دى ابن طاهر المقدسى دسته صحاح دهر کتاب څخه چې حديث اخلي نو هماغه کتاب حواله ورکوي او جمال الدين المروزى صرف دحديث يوه برخه اخلي او په کوم کوم کتاب کې چې سند وي هغه ټول سند راخلي . ٨- العليل : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې داحاديثو دسندونو علتونه ښودل کيږي دحديث پوهانو په اصطلاح د حديث علل دحديث دسند پټ عيب او نقص ته ويل کيږي په دې علتونو باندې هرڅوک نه پوهيږي او دا يو مشکل کار دى ځکه چې دحديث سند په ښکاره سهي او درست وي خو په حقيقت کې په سند کې يو باريک او ډير دقيق نقص او عيب وي او صرف حديث پوهان دا په گوته کولاى شي . ٩- مستدرک : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې د احاديثو دکوم بل لوى کتاب د شرط مطابق ټول احاديث راټول کړي چې په هغه لوى کتاب يې مصنف سهوا يا قصداً دڅه علت له امله په خپل کتاب کې نه وي راوړي . مثال : يو محديث دبخارى د شرط مطابق ټول هغه احاديث راټول کړى چې امام بخاري په خپل کتاب کې دڅه علت له مخې سهواً يا قصداً نه وي راوړي حاکم مستدرک چې په بخاري او مسلم باندې ليکل شوي په دې دواړو کې هغه احاديث دي چې د د واړو د شرط مطابق دى خو په بخاري او مسلم کې دڅه علت له مخې يې مصنفينو په خپل خپل کتاب کې نه دي يادکړي او بيا حاکم پر جلا کتاب دحاکم مستدرک په نامه ليکلى دى . ١٠- مستخرج : د احاديثوهغه ډول کتاب دى چېد داحاديثو د بل کتاب څخه احاديث راواخلي هغه په دې ډول سره چې تخريج کوونکى هر هر حديث دخپل اصل دترتيب برابر دخپل سند څخه جلا په کتاب کې وليکي خو په دې شرط چې پکې پخواني يا وړانديني کتاب مصنف حائل نه وي ددې ډول کتاب دليکلو اساسي او بنسټيز هدف دسند تقويت دى په دې ډول کتاب کې د حديث دوه سندونه وليکل شي يو د وړانديني کتاب سند او بل ددغه کتاب دمصنف خپل سند لکه دابو عوائد مستخرج چې په مسلم باندې ليکل شوى دى چې په دې کې دمسلم د احاديثو سندونه يې دخپلو سندونو سره جلا ليکلى دى . ١١- اربعينه څلويښت حديث داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې څلويښت احاديث په کې ليکل شوي وي دعلماء په اصطلاح ورته (چهل حديث ) (څلوېښت حديث) وايي په دې اړوند علماء يو حديث وړاندې کوي چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چا چې زما په امت کې څلويښت احاديث ياد کړ او په حفاظت يې وساتل نو دقيامت پر ورځ به دعلماء په ډله کې وي دغه حديث دعلما کرامو په وينا په ټولو لارو او سندونو ضعيف دى خو بيا هم ډيرو د فضليت له مخې چهل حديث کتابونه ليکلي دي په دې دليل چې دفضليت لپاره ضعيف حديث هم وړاندې کيداى شي . ١٢- اجزا د احاديثو هغه ډول کتاب دى چې دکوم خاص او ځانگړي استاد يا عالم ټول روايات په کې ليکل شوي يو لکه جزا امام مالک . ١٣ – رسائل : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې ديوې ځانگړې مسئلې په باب احاديث په کې راټول شوى وى لکه د امام بخاري جزء رفع الدين . اجزا او رسايل شاه عبدالعزيز جلا جلا شميرلي دى ليکن دمولانا محمد ذکريا په نزد او رايه دواړه يو ډول دي . ١٤- تراجم : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې ډير احاديث په يو سند سره روايت او ليکل شوي وى لکه شافعي عن مالک ، عن نافع ، عن عمر عن رسول الله صلى الله عليه وسلم که په دغه سند څومره احاديث وليکل شي نو تراجم بلل کيږي . ١٥- تعاليق هغه ډول کتاب دى چې داحاديثو متنونه پکې ليکل شوي وي او سندونه يې خذف شوى وى . اوسندونه يې نه وي ليکل شوي ١٦- شرح الاثار داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې داحاديثو موضوع په ښکاره ډول متضاده وي او بيا په کې يو مصنف په خپل کتاب کې ددغه تضاد مطابقت يا دترجيح وجه (علت) وښايي نو دغه ډول ته شرح اثار وايي دا کار هغه علماء کرام کولاى شي چې په علم حديث، فقه او پر اصولو پوره پوهه او مهارت ولري لکه د امام شافعي الاختلاف الاحاديث ، دامام طحاوي معاني الاثار او مشکل الاثار ډير ښه کتابونه دي . ١٧- الافراد والغريب د احاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې ديو استاد يا شيخ (تفردات) يا دهمدغه استاد يا شيخ هغه احاديث راټول او وليکل شي چې له همدې څخه روايت شوي وي او د نورو ملگرو يا شاگردانو روايات يې بالکل نه وي او دغه ډول ټول احاديث غريب بلل کيږي په دې باب کې دارالقطنى الافراد ډير مشهور دي . ١٨- غريب الحديث : د احاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې داحاديثودنااشنالغاتو معناگاني شوى او هغه تشريح يې هم ښودل شوي وي دغه کار که څه هم ستونزمن دى خو بيا هم ډيرو علما کرامو کړى دى مشهور کتابونه يې پرې ليکلي دي لکه کتاب الغريب د ابو عبيده قاسم بن سلام ، الفائق دزمحشري ، کتاب الغريبين د ابو عبيده هروي او نور ډير مشهور کتابونه النهايه دابن لااثير الجوزي چې په پنځو ټوکونو کې يې ليکلى دى او بل مجمع البخار دشيخ محمد طاهر پټني چې دا هم پنځه ټوکونو کې دى دلومړى څخه لوى او ستر دى . ١٩- الکتب المولفه في الارعبه دا هغه ډول کتابونو ته ويل کيږي چې هغه احاديث په کې راټول شوى وى چې شپې او ورځې مسنونه دعاگاني په کې ثابتې شوې وي په دې ډول کې گڼ شمير کتابونه ليکل شوي دي لکه کتاب الاذکار و امام نوى او عمل اليوم واليلة دامام نسايي . ٢٠- تخارج داحاديثو هغه کتاب ته ويل کيږي چې دکوم کتاب څخه احاديث وليکلي چې په اصل کتاب کې دسند پرته راغلى وى او په دې کتاب کې د سند سره وليکي . ٢١- زوايد دا ډول کتاب مستدرک ته نيږدى دى دکوم کتاب څخه پاتې احاديث په دغه کتاب کې دزوايدو په ډول وليکي چې په هغه کتاب کې نه وي لکه زوايد دابن حبان على الصححين دحافظ معلطا په تصنيف. ٢٢- المسلسلات د احاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې احاديث په يو ځانگړي صفت سره روايت شوي وي چې داحاديثو ټول روايات يې له پيل څخه تر اخره پورې په يوه ځانگړى صفت کې گډ ، شريک او متفق وي دمثال په ډول يو شاګرد دخپل استاد څخه يو ځانګړې حديث دنورو ټولو احاديثو څخه اول اوريدلى وى يا شاگردانو د خپل استاد څخه يو حديث په داسې حال کې اوريدلى وى چې استاد يې د تحدث په مهال کې دسورت صف يا بقره تلاوت کاوه يا د خپل استاد څخه يې حديث د ستړى مشي يا مصافحې په مهال کې اوريدلى وى . حافظ بن حجر وايي چې په مسلسله احاديثو کې دټولو نه صحيح مسلسل بقراة سوره الصف دى دا هغه احاديث دى چې دتحدث په مهال استاد د سوره الصف تلاوت کاوه د حضرت شاه ولى الله کتاب چې پوره نوم يې له الفضل المبين فى المسلسل من حديث النبى الامين ډير مشهور دى دهغه مهال په مدرسو کې لوستل کيده . غوره مسلسل کتاب دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *