سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو پر ولس غږ کړى چې ونې وکرئ

طالبانو پر ولس غږ کړى چې ونې وکرئ

طالبانو په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي ولس او طالبان دې د پسرلي په موسم کې ونې وکري

نورې خبرې په خبر پاڼې کې

په پسرلي کې د نيالګيو کینولو په اړه د اسلامي امارت د کرهنې او مالدارۍ کمیسیون اعلامیه
د وطن ازادي او ښېرازي دوه غبرګ ارمانونه دي، د افغانستان اسلامي امارت که د خپلې خاورې د ازادۍ درنه جګړه پر مخ بيايي، نو د دې خاورې ښېرازي يې هم هېره کړې نه ده، د وطن ښېرازه کول که له يوې خوا خپلې خاورې سره د مينې ثبوت دی، نو بل پلو د الله تعالی د امر منل او پر نعمتونو د شکر ادا کول دي.
موږ د وطن ښېرازه کول عبادت ګڼو؛ ځکه چې الله تعالی د ﴿هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا﴾ حکم پر اساس له موږ څخه د زمکې ابادي غوښتې.
د اسلام د ستر پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم وينا ده: عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “إِنْ قَامَتْ عَلَى أَحَدِكُمُ الْقِيَامَةُ، وَفِي يَدِهِ فَسِيلَةٌ فَلْيَغْرِسْهَا” رواه احمد.
ژباړه: که په یوه له تاسو څخه په داسې مهال قیامت را ورسید چې په لاس کې يې نیالګی و، نو هغه دې (په ځمکه کې) وکري.
پر همدې اساس د اسلامي امارت د کرهنې، مالدارۍ، عشر او زکوة کمیسیون د اسلامي امارت دمشرتابه د لارښونې په اساس د تېر په څېر يو ځل بيا پر ټول متدين ولس او مجاهدینو غږ کوي چې د هیواد د زرغونولو لپاره دې هر افغان لږ تر لږه یو يا ډير ميوه لرونکي او يا غير ميوه لرونکي نيالګي وکري، ملي تجاران دې د ميوه دارو او نورو تجارتي بوټو په کرکيله کې د غريب ولس مرسته وکړي.
د نيالګيو په کينولو سره به مو هم د نبي عليه السلام په حکم د عمل کولو اجر تر لاسه کړی وي او هم به مو خپل هيواد اباد او سمسور کړی وي. دا يوه جاريه صدقه او د هیواد د آبادۍ غوره لار ده.
د اسلامي امارت د کرهنې، مالدارۍ، عشر او زکوة کمیسیون

۹/۷/۱۴۴۰هـ ق
۲۵/۱۲/۱۳۹۷هـ ش

٢٠١٩/٣/١٦م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *