سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / په نیوزیلنډ کې د بريد مشکوک تن محکمې ته وړاندى کړل شو

په نیوزیلنډ کې د بريد مشکوک تن محکمې ته وړاندى کړل شو

د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د وسله وال برید په تړاو بریدګر محکمې ته وړاندې شوی.

د چارواکي وايي، چې په دغو بریدونو کې ۴۹ کسان وژل شوي او شاوخوا څلوېښت نور ټپيان شوي دي
لومړنی وژل شوی کس، چې نوم یې د کورنۍ لخوا ډاګیز شوی، کابو څلور لسیزې وړاندې له افغانستان څخه دغه هېواد ته یو ورغلی کډوال دی.
د نړۍ په لر و بر کې مشرانو دغه برید یو کرکجن ترهګریز عمل بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی.

استرالیایی ۲۸ کلن برنټن ټرنټ په کرایستچرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د بریدونو اصلي مشکوک ګڼل شوی .

د یوه قرباني شوي هویت معلوم شوی. ۷۱ کلن داود نبي د افغانستان وګړی و چې په ۸۰مه میلادي لسیزه کې نیوزیلنډ ته کډوال شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *