سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / ولسمشر (سادات) قوم د افغانستان ملت کې رسما ورداخل کړ

ولسمشر (سادات) قوم د افغانستان ملت کې رسما ورداخل کړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د تابعيت په الکترونيکي تذکرو کې د (سادات)قوم نوم ليکلو فرمان صادر کړ.

د افغانستان ولسمشر د فتر سرچينه ليکي چې دغه فرمان د سادات قوم د غوښتنې او په ١٣٩٦ کال کې د سترې محکمې د عالي شورا  د قضايي قرار له مخې صادر شوى دى.

د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې افغانستان کې ملي حاکميت په ملت پورې تعلق لري او د افغانستان ملت له هغو ټولو کسانو جوړ دى چې د دغه هېواد تابعيت لري.

دغه راز په دغه ماده کې راغلي چې د افغانستان ملت، د پښتنو، تاجکو، هزاره وو، ازبيکو، ترکمنو، بلوڅو، پشه يي، نورستانيو، ايماقو، عربو، قرغيزو، قزلباشو، ګوجرو، براهوي او نورو قومونو جوړ دى او د افغانستان هر وکړي ته د افغان کلمه اطلاق کېږي.

تر اوسه په الکترونيکي تذکرو کې په دغه ماده کې د شاملو قومونو نومونه ليکل کېدل، خو د ولسمشر د ياد فرمان له مخې به له دې وروسته د سادات قوم هم په تذکره کې ليکل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *