سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / سلايډ / حمدالله محب د ارګ او امريکايي چارواکو ترمنځ له سختو مخالفتو پرده پورته کړه

حمدالله محب د ارګ او امريکايي چارواکو ترمنځ له سختو مخالفتو پرده پورته کړه

ډیلي بیسټ ورځپاڼې ويلي دي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې لپاره د امريکا پر خاص استازي زلمي خليلزاد تور لګوي چي غواړي د افغانستان حکومت کمزوری کړي، یا یې بېخي بدل کړي، محب وايي دا چي خلیلزاد افغان حکومت غیر مشروع او کمزوری کوي، او په عین زمان کي طالبان غټوي، دا فقط یو هدف لري، او هغه دا چي د خلیلزاد دا اقدامات قطعا د سولې لپاره نه دي. هغه سوله او مصالحه نه راولي، بلکي بېګانګي او فاصلې ایجادوي.»

ډیلي بیسټ پرون د مارچ پر ۱۴ لیکلي حمد الله محب وايي چي هغه واشنګټن ته دقیقا پدې هدف راغلی دی چي غواړي امریکايي مقاماتو ته شکایت وکړي چي خلیلزاد د دې پر ځای چي طالبان دېته وهڅوي چي د کابل حکومت سره خبرو ته کښېني، خلیلزاد د کابل حکومت بای پاس کړی دی. او طالبانو ته یې هیڅ داسې دلیل نه دی وړاندي کړی چي‌ باید د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني، حال دا چي «طالبان پسرلنيو عملیاتو ته پوره چمتوالی نیسي.»

محب علاوه کوي،«حتی که چیرې هلته یوه معامله هم وشي، دا به یوه بده معامله وي» ځکه دا به حکومت لا کمزوری کړي. هغه وايي همدا اوس طالبان په جار جار وايي چي د نړۍ د ملکونو خارجه وزیران د ملاقات لپاره په لین کې ورته ولاړ دي، ځکه هغوی پوهېږي چي طالبان به د راتلونکي افغانستان حاکمان وي.

محب وايي که څه هم خلیلزاد شپاړلس ورځې د طالبانو سره په قطر کي په خبرو تېرې کړې، خو د کابل سره يې هیڅ معلومات شریک نه کړل،‌ بلکي یوازې يې په ټویټ باندې خبر ورکړ.

محب وايي چې د معلوماتو په نه شتون کې د کابل په حکومت کې دا تیوري زور اخیستی دی چې خلیلزاد عمدا د کابل حکومت کمزوری کوي، او غواړي چي خپل پخوانی ملګری، حامد کرزی، بېرته واک ته ورسوي. محب زیاته کړه،«موږ فکر کوو چي یا خلیلزاد نه پوهېږي چي څه کوي، او یا د بل څه د کولو خیال او فکر لري.»

محب وايي د کابل حکومت فکر کوي چي د موقتي حکومت د جوړولو خبرې دا ښيي چې ښايي خلیلزاد غواړي چي د همدې موقتي حکومت «ویسرای» شي.
محب وايي هغه واشنګټن ته پدې نیت راغلی دی چي امریکايي مقاماتو ته شکایت وکړي، خو امریکايي مقاماتو تر اوسه پورې د هغه شکایت ته غوږ نه دی نیولی، او نه يې هم دا کوښښ کړی دی چي د کابل حکومت د سولې په خبرو کي ور ګډ کړل شي. محب وايي د امریکا د ملي امنیت مشاور ښاغلي بولټن هم بد او سپک چلند ورسره کړی دی،‌ځکه محب ته يې ویلي دي چي‌ ملاقات لپاره وخت نه لري.

محب وايي د امریکا حکومت پدې وروستیو کې د افغان حکومت سره ډېر توهین آمېزه چلند کوي. ځکه خلیلزاد د کابل حکومت ته دیکته کوي چې د طالبانو سره د خبرو په هیات کي باید څوک شامل کړای شي.

ډیلي بیست آخر کې ويلي چې اوس لپاره سپیني ماڼۍ او خارجه وزارت رسمي توګه پدې برخه کي د تبصرې کولو څخه ډډه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *