سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د بشر دحقوقو دسازمان خپور شوى راپور رد کړو‏

طالبانو د بشر دحقوقو دسازمان خپور شوى راپور رد کړو‏


د بشر دحقوقو دسازمان خپور شوى راپور په اړه طالبانو خپل دريځ څرگند کړى طالبانو په يوې ‏خبرپاڼې کې ويلي دي چې ‏
‏ د بشر دحقوقو په نامه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې د اسلامي امارت د ‏ویاند څرګندونې

تیره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په اصطلاح د بشر د حقوقو په اړه کلنی راپور خپور ‏شو.‏
په یاد راپور کې يې په اسلامي امارت هم نیوکه کړي چې ګنې په تير کال کې يې د بشر له حقوقو ‏سرغړونه کړې .‏
اسلامي امارت پخپل اړوند دغه راپور له واقعیت څخه لرې بولي.‏
حقیقت دادی چې امریکا یو اشغالګر هیواد دی چې په بشري جنایاتو کې مخامخ لاس لري، یواځې د ‏تیر کال په اوږدو کې يې په خپل اعتراف په افغان مظلوم اولس له ۷۰۰۰ څخه زیات بمونه اورولي ‏چې اکثره قربانیان يې اولسي خلک، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان دي.‏
د افغانانو په کورونو ظالمانه چاپې وهي، د خلکو شخصي مالونه لوټي، دروازې ماتوي او بیا ‏کورونه پسې بمباروي، کلینیکونه، مساجد، مدارس، بازارونه او عامه کښت ځایونه له منځه وړي ‏چې افغان اولس يې هره ورځ د بشري او جنګي جنایاتو شاهد دی.‏
د دغه ډول جنایت پیشه هیواد لخوا د بشر د حقوقو په اړ انديښنه او پرې خپګان ښودل د تعجب او ‏تمسخر وړ دي.‏
امریکا د دې پرځای چې نوروته د بشر د حقوقو د ساتنې سپارښتنې کوي، باید پخپله د خپلو ‏جنایتکارو جنرالانو لاس ونیسي، د افغانستان اشغال او پوره اتلس کاله د افغانانو کړول، تر دوه لکو ‏ډير افغانان په شهادت رسول، زنداني کول او ربړول، هغه بیلګې دي چې ثابتوي امریکا د بشر د ‏حقوقو د ناقضینو دلست په سر کې قرار لري.‏
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
‏۷/۷/۱۴۴۰هـ ق

‏۲۳/۱۲/۱۳۹۷هـ ش ـ

ـ ٢٠١٩/٣/١٤م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *