جمعه , 20 اکتوبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / کوم پښتون په کوم زړه دا هير ولاى شى؟
hadad_pic(

کوم پښتون په کوم زړه دا هير ولاى شى؟

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

کيوناري ، چې د انګليس له پلوه ناست و د امير محمد يعقوب خان ترڅنکه چې پاچا بلل کيده سپه سالار داود شاه خان و افغان سپاهيان ده ته ورغلل ،چې دوى ته تنخواه ورکړي  سپه سالار دوى ته وويل، چې له ما ولې تنخواه غواړئ لاړ شئ  له کيوناري  يې وغواړئ هغوى بالاحصارته لاړل کيوناري  فکر وکړ ،چې  پوځى پاڅون دى ډزې  وشوى?.

داهم همغسې  کيداى  شو، هر مهال داکيداى شي ننگرهار کښې د حاجي قدير او قوماندان عبدالحق لپاره همدا ډول غونډه وه ، چې له مسعود سره سيالي برابره شي په ننگرهار کښې هم داسم کارنه و، تور،توردي سپين ،سپين . او س ،چې شپږ کاله تېرشوي هره ورځ له شلو ترشپېتو پښتانه وژل کيږى. کوم پښتون په کوم زړه دا هير ولاى شى؟ دا دروغو اتلوالى به تر کله چليږى؟ تړون ښار اونواب ښار څه شول ؟

دانااو  توانا رهبران څه شول؟ دا نا اوتوانا کله څوک بنده ښيي، علم او توانايي څښتن تعالى سره دي اوس احمد شاه مسعود ټوله ورځ اريانا تلويزون او نوروکښې ښيي، مسعود  ګرځي، ډوډى خوري، ميوه خوري، چاى څکي، کاغذ څيري کوي، خولۍ په سر کوي، کرتۍ  اغوندي، خبرې  کوي، کلاسيکه موسيقي  اوري  نظمو ته غوږ نيسي، مسعود ډډه وهلې ده?

له دى څۀ غواړئ ، چې خلک څه وکړي؟ په جنوب او ډيرو سيمو کښې جګړه ده وينې دي  نارې کوکارې  دي .

ددفاع وزارت داخله وزارت خروار خروارجنرالان د دووګړيو لپاره څو جريبه لوبغالى نه شي  ساتلاى.

روهيلي سندرې  :

دا خيردى خيردى چې غلط شو م

استاد مې  نه و بې استاده لوبيدمه

دا د ازار بازار ته گوره

معشوقې  ناستې خپل عمل  يې ژړوينه

دا د اسلام د کفر جنگ  دى

د اسلام ننگ دى پښتانه به ورله ځينه

دادپښتو خبره نه د ه

چې يار زما دى ناز پرې  نور خلق کوينه

دا دله گان دله گان  ټول کړئ

تنور پرې سور کړئ  چې ډوډى پرې  پخوينه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *