سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / د بلخ د امنیې نوی قومندان رسماً خپله دنده پیل کړه

د بلخ د امنیې نوی قومندان رسماً خپله دنده پیل کړه

د بلخ ولایت لپاره د امنیې نوی قومندان عبدالرقیب مبارز د بلخ امنیه قومندانۍ شاوخوا کې له څو ساعته نښتو وروسته بلاخره د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځانګړو ځواکونو سره یو ځای خپل دفتر ته ورسېد او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
له خپرو شویو تصویرونو ښکاري چې جنرال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په شتون کې د امنیه قوماندان پر څوکۍ ناست دی.
ښاغلي مبارز له طلوع نیوز خبري شبکې سره خبرو کې وویل:
د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو هغه سیمه چې مقاومت پکې کېده تصفیه او تالاشي کړه او له هغو کسانو یې وسله واخیسته چې مقاومت یې کاوه. دوی به د قانون منګولو ته وسپارو. هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې د نظام، دولت او مرکزي حکومت پر ضد بغاوت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *