سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / په نوي زیلانډ کې پر ٢ جوماتونو بريدونه شوي

په نوي زیلانډ کې پر ٢ جوماتونو بريدونه شوي

د نوي زیلانډ پولیسو ويلي دي  چې د نوي زیلاند  په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو برید شوى چې له امله يې ٢٧ کسان وژل شوي دي خولا د پوليسو له خوا دا شميره نه ده تاييد شوى

د نوي زیلانډ پولیسو مشر مایک بوش د مرګ ژوبلې دقیق ارقام وړاندې نه کړل خو زياته کړې يې ده چې پر جوماتونو د برید په تړاو یې څلور تورن کسان نیولي دي.

د مایک بوش پر خبره  بریدګر درې نارینه او یوه ښځه ده.

هغه ویل همداراز یې چې د بریدګرو له موټرونو کې یې چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

عیني شاهدانو ويلي دي چې  بریدګر چې د مرمۍ ضد واسکټ یې پرتن و، د النور جومات ته دننه شو او پر لمونځ کوونکو یې ډزې پیل کړې.

برید هغه مهال پیل شوی چې  په جومات کې  لمونځ کوونکي د جمعې لمونځ لپاره جومات ته ورټول شوي وو.

یو برید هغه مهال شوی چې د بنګلدیش کرېکټ ملي لوبډلې غړي جومات ته ننوتل  چې د ډزو په اورېدو له سیمې څخه ولاړل

د لوبډلې چارواکي وايي، ددوی لوبغاړو ته زیان نه دی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *