سه شنبه , 19 مارچ 2019

ملي دولت کوم دى؟


ارواښاد قدرت الله حداد (فرهاد)‏
لسم‎:‎
هر چا سره جگړه کولاى شم، خو خپلو پښتنو سره يې کولاى نه شم‎.‎
دا خبره سرخاني خان الکوزي هغه مهال وکړه، چې نادر افشار له کندهاره پښتانه، د هغه جگړې ته ‏داغستان ته وروستل او د هغو سره ده جگړه ونه کړه‎.‎
يوولسم‎:‎
که يو پښتون ووژنم د هغه مور ته ځواب نه شم ورکولاى؛ ځکه هغه مور ده؛ پښتونولۍ ته افغانيت ‏وايي او هغه له انسانيت سره يوه بولي‎.‎
که چېرې اروپا او امريکا پښتانه د طالب پرنوم وژني؛ دا د پښتون لپاره غمجنه ده او دوى زمونږ ‏پوروړي دي. له هغو سره هغه افغانان هم، چې ناټو او امريکا سره يې لاس يو کړى دى، برخه ‏لري‎.‎
کله، چې ښاغلى اسحق عثمان ( ) کابل ته تللاى و، يو سپين ږيري کابلي ورته ويلي وه‎.‎
بپاى مردى بيگانه به بهشت رفتن
حقا که با عافيت دوزخ يکست
زمونږ سپين ږيري، چې کومه خبره کړې، دانه مني، چې افغانان دې پر پردۍ مېړانه جنت ته لاړ ‏شي‎.‎
رښتياهم، چې د دوزخ له پايلې سره يې پايله يو ده‎.‎
اوس، چې هر بهرنى هېواد په افغانستان کې خپله ځانگړې اجنډا لري او د هغه لپاره يې مزدوران ‏موندلي؛ دا به اوږده جگړه وي، چې ليا نور ې کړنې يې پر لارې دي او راځي به‎.‎
روسيه، چين، ايران، پاکستان، هند، امريکا او اروپا؛ ټول د پښتنو سره غليمان دي او پښتون دې رب ‏العالمين له دې کړمن حال څخه ډاډمن حال ته ورسوي. آمين‎.‎
پښتانه که په روان تاوتريخوالي کې خپله تاريخي لار پرېږدي، ټول غليمان به پرې خوشحاله شي او ‏پښتون به بيا بل وار قرباني ورکوي، څو خپل ملي ځانگړتوب وساتي‎.‎
د حيرانۍ خبره ده، چې د نړۍ دا دومره مصيبتونه يې ټول پريښي او د پښتنو سيمو ته راغلي او پر ‏دې وياړي او وايي، چې خوست، پکتيا، کندهار، کونړونو، زابل، ارزگان، اونورستان کې مو دومره ‏ځايي خلک، شکمن طالبان اودطالبانوپر نوم مو دومره دښمنان ووژل‎.‎
تاسې سره، خو ډېر طاقت دى؛ نو بيا ولې د ځايي پښتنو پر وژلو دومره خوشحالي کوئ؟
تاسې الوتکې لرئ او هغوى مو پر ډبرو ولي‎.‎
دلته د طاقت کومه مقايسه نشته؛ هماغه د معجزې خبره ده او هغه شوې، چې دروانو شپږو کلونو ‏جگړه او ټينگار يې نوموو‎.‎
د گرشاسب پښتونولي د پرديو پر مټ جنت جوړونه زغملاى نه شي‎.‎
خوشحال خان وايي‎:‎
دولسم‎:‎
بيا د مار غوندې راضي له خپله بخته
چې د غم له پوسته ووتم يک لخته
بيا هغه حسن وجمال، هغه ليده دي
که د بخت سترگې مې خوږ وي يو څو وخته
زمانې په هر بازار وگرځولم
خبردار يې کړم د هر بازار له رخته
د بهار په وخت يې نشوونما شي
په خزان، چې پاڼې پريوځي له درخته
د خوشحال خټک طالع تر و خرم ښې وي
چې بندي شو خاوند بيا وروسته تر تخته
دا دومره د وخت سره روانه وينا ده، چې که سړى دغه کلام ته ښه ځير شي؛ نو داسې ښـکاري، چې ‏خوشحال بابابه دا شعر نن يا پرون ويلاى وي‎.‎

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *