سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / په مزارشريف کې ډزې پيل شوي

په مزارشريف کې ډزې پيل شوي

د مزار شریف د امنیه قوماندانۍ شاوخوا د ډزو غږونه اورېدل شوي او امنیه قوماندانۍ ته تللې لارې تړل شوې. په ښار کې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي.

څرګنده نه ده چې څوک او له کومه اړخه ډزې کوي. خو د کورنیو چارو وزارت پخوا ویلي وو چې مزار شریف کې حالات کنټرول دي. په ښار کې خلک په منډو او له سیمې په تېښته لیدل کېږي.

 د ځانګړو ځواکونو ټانګونه لیدل کېږي چې د امنیه قوماندانۍ شاوخوا سیمې یې نیولې دي.

همدارنګه د امنیتي ځواکونو تر څنګ په ملکي جامو کې وسله وال کسان هم لیدل شوي. چې ښکاره دوی له تېرې شپې راهیسې دلته مورچل نیولی و.

په مزار شریف کې حالت وروسته له هغه کړکېچن شو چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د پولیسو د نوي مشر په توګه جنرال عبدالرقیب مبارز وټاکه. خو د بلخ پخواني والي عطا محمد نور چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرایي ریس دی د دې ګمارنې مخالفت وکړ او د مزار په اوسېدونکیو یې غږ وکړ چې له کورونو دې نه وځي.
په ځواب کې یې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات ویلي چې مزار شریف کې امنیت تر کنټرول لاندې دی او عبدالرقیب مبارز له ځانګړو ځواکونو سره مزار شریف ته رسېدلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *