سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / د بلخ نوى امنيه قوماندان د عطا له مخالفت سره سره بلخ ته تللى

د بلخ نوى امنيه قوماندان د عطا له مخالفت سره سره بلخ ته تللى

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات ويلي دي ، د بلخ د پولیسو نوی مشر جنرال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په ملتیا مزاري شریف ته رسېدلی او په دې برخه کې به د ولسمشر امر پلی کیږي.

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او د جمعیت اسلامي ګوند یو مشر ددې ګمارنې مخالفت څرګند او د مزار پر اوسېدونکو یې غږ وکړ چې له کورنو دې بهر نه وځي.


بلخ پخواني والي عطا په خپل فیسبوک پاڼه خپور کړي پیغام کې له هټیوالو غوښتي چې خپل دوکانونه خلاص نه کړي.

نور همداراز افغان حکومت په ‘دسیسه’ جوړولو تورن کړی دی.

عطا نور په دري ژبه پر خپل فيسبوک پاڼه ليکي دي چې

به اطلاع شهروندان شهر مزارشریف رسانیده می‌شود که فردا لطفا به سر وظایف شان حاضر نشوند. همچنين از مالكين ماركيت ها و دكانها خواهش ميكنم براي حفظ امنيت شان و حفظ امنيت شهروندان، ماركيت ها و مغازه هاي شان را بسته نگهدارند. ارگ توطیه‌های تازه‌ای را برای بر هم زدن آرامش و‌ امنیت مردم روی دست گرفته است. ارگ از تفاهمي كه اخيرا ميان آنها و بلخ صورت گرفته بود دارد تخطي مي كند و برنامه هاي شومي را در قبال مردم ما روي دست دارد. تا دفع معضل پيش آمده لطفا در خانه‌های تان باقی بمانید.

ضمنا از تمامی کلانترهای گذر، رییس ناحیه‌ها، محاسن سفیدان و مسوولان اصناف مختلف درخواست می‌شود تا منتظر پیام بعدی ما باشند و در مورد قدم‌های بعدی با آن‌ها مشورت های لازم صورت می‌گیرد.

خو بيا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات پر خپل ټيوټر ليکلي دي چې د بلخ خراب امنیتي وضعیت ته په کتو جلالتماب جمهور رئيس د ٢٢٢ د پولیسو ځانګړې قطعې قومندان عبدالرقیب مبارز د دغه ولایت د نوي امنیه قومندان په حیث ګمارلی. له بده مرغه پخوانی امنیه قومندان اکرم سامع چې د دې ولایت د امنيتي وضعیت په مدیریت او بهترۍ کې پاتې راغلی..

نوموړي زیاته کړې چې د بلخ پخوانی امنیه قومندان نه غواړي چې له دندې لرې شي او د دولت په وړاندې د مقاومت ګواښ یې کړی.
“باید ووایم چې نوی امنیه قومندان د ٣٣٣ کومان‌‌‌‌‌‌ډو ځانګړې قطعې په بدرګه مزار شریف ته رسېدلی او امنیه قومندانۍ ته په لاره دی. وضعیت کاملا کنټرول دی او هیڅ ‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډول تشویش نشته
د کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي، له کابله حمایوي ځواک به هم ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر بلخ ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *