سه شنبه , 19 مارچ 2019

ملي دولت کوم دى؟

ارواښاد قدرت الله حداد (فرهاد)

هر دولت، چې بهرنيان جوړ کړي هغه ملي نه وي. پښتنو په تاريخ کې هڅه کړې، چې ملي دولت جوړ کړي. لوديان، سوريان او غلځيانو په هند کې دولت جوړ کړ او څو پېړۍ وچليده. بيا، چې هند مغلو ته پر لاس ورغلو پښتانه ودرېدل اود هند مغلي دولت يې ونه منلو.

د خوشحال خان بابا خټک هم دې ته پام شو. کله، چې دى له مغلو سره کندهار ته لاړ؛ نو صفويانو ونيولو. خوشحال خان بابا هلته وليدل، چې پښتانه دواړو خواو ته وژل کيږي. ده ته دا اندېښنه زرغونه شوه، چې پشتانه په دې منځ کې دل شوي دي.

لومړى:

درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره يو د ننگ په کار پټ او اشکار

ده ته دا فکر پيدا شو او تصميم يې ونيوه، چې:

دوه يم:

د افغان په ننگ مې وتړله توره

ننگيالى د زمانې خوشحال خټک يم

درېيم:

نه خپله راکړه ورکړه

نه خپل حکم حکومت دى

د بل حکم پرې زندان شي

چې پخپل حکم عادت دى

څلورم:

و مغلو ته به هغه چار ښکاره کړم

چې راضي راڅخه روح د فريد خان ( ) شي

پنځم: رحمان بابا وويل:

چې کشور د افغانانو معطر شي

د هر بيت مصرع مې زلفې د خوبان

دا يوه لړۍ شوه، چې د پښتنو ټولي ترې جوړه شول. په 1709 ع کال کې نوميالى ميرويس نيکه راپاڅېد او ويې ويل:

شپږم:

مونږ د عدالت لپاره پاڅېدلو

چې دين، ناموس او خپلواکي مو خوندي شي.

اووم: احمد شاه بابا وويل:

ستا د عشق له وينو ډک شول ځيگرونه

ستا په لاره کې بايللي زلمو سرونه

اتم: پښتانه اړ دي، چې تورې ته لاس کړي.

خوشحال وايي:

که کېنم ننگ و ناموس ځي

که پاڅم پاڅي توفان

ډېره اوږده لاره وهل شوې، څو بيا افغانستان جوړ شواى.

اوس څه کوئ؟

سرخاني خان د داغستان مشر نادر افشار ته وويل:

نهم:

کومه ځمکه، چې د پښتنو په وينو ساتل شوې، هغه چا ته نه پرېږدم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *