سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / سلايډ / په بلخ کې د‎ ‎غني او نوربله ډغره

په بلخ کې د‎ ‎غني او نوربله ډغره


س، سیرت
تېر ميلادي کال د جنوري په لومړۍ اوونۍ کې په بلخ کې داشرف غني او عطامحمد نور د ‏زورازموینې ډغرې ټول افغان ولس او نړیوالو ولیدې، د ارګ او نورد پلاؤ خبرې په ارګ کې بې ‏نتیجې پای ته ورسیدی،که څه هم هغه مهال عطامحمد نور د اشرف غني سره د ډغرو وهلو اراده نه ‏لرله خوبیا هم ورسره په ‌‌‌ډغروشو، دهغې زورازموینې پایلې څرګندې شوې چې د اشرف غني ‏حکومت د یوه قوماندان د لرې کولو توان هم نه لري چې لږ وخت وروسته ېې د قوماندان حصاري ‏په بند کې د نه ساتلو توان ثبوت شو ځکه خو غنی د بلخ په ولایت کې د عطامحمد نورپه مقابل کې ‏په ډیرڅه تیریدنه ګونډه ووهله‎.‎
په بلخ کې دعطامحمد نور په مقابل کې داشرف غني مورال ترصفره راکوزشو خو بیا هم اشرف ‏غني ځان دافغانستان ولسمشرګڼي خو په بلخ کې ورته د ولسمشرۍ څه پاتې نه دي‎ .‎
اوس چې عطامحمد نورځان د بلخ مشر ګڼی څرنګه به د ولسمشرپه صفت خپل اوامرپلي او ګټه به ‏ترې پورته کړي، په بلخ کې به امنیه قوماندان بدل کړي اوکه نه ؟ دابه د نور اوغني له ډغرو ‏وروسته څرګند شي کیدای شي غني د خپل امرپرځای کولو په موخه د دوستم په څیر له ناکامه څه ‏لار وکړي خو مورال به ېې د تیرکال په پرتله نورهم په مځکه پریوځي‎.‎
اشرف غني په دې دلیل چې په بلخ کې امنیتي وضع خرابه ده پخوانې امنیه قوماندان اکرم سامع پر ‏ځای ېې نوی قوماندان عبدالرقیب مبارز ټاکلی خو داچې عطامحمد نورسره داشرف غني پخوانۍ ‏ډغرې ټول ولس ته څرګندې دې تمه نه کیږي چې بې دکوم جوړ جاړي نوې قوماندان په کار پېل ‏وکړي اویاخوبه اشرف غني په بلخ کې د ولسمشرۍ صلاحیت بایلي‎.‎
اشرف غنی به ځان ولسمشر بلي خو په بلخ کې ېې دوستم او عطامحمد نور ولسمشرې نه مني ځکه ‏د نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان په مقابل کې د بلخ ولایت اوسیدونکو ته نوروایی چې پرخلاف ېې ‏کاربندي عملي اوکارونو ته مه راووځئ ، عطامحمد نوریوځل بیا د جمهوري ریاست د انتخاباتود ‏مخه اشرف غني سره بلې ډغرې وهلو ته ځآن تیار کړیدی، اشرف غني په تیرکال دجنوري په ‏میاشت کې د نورالله عماد په دې اعلان چې صلاح الدین رباني نور د جمعیت ګوند مشر نه دی ‏عطامحمد نوربه هم د جمعیت ګوند پخوانی اعتبار له لاسه ورکړې وي خو نورد تیرکال په څیر ‏غواړي د امنیه قوماندان د لرې کولو اوپرځای دنوي قوماندان معرفي کولو په مسئله کې داشرف ‏غني سره داسې ډغره ووهي چې راتلونکې جمهوري ریاست کې هم ورته په ګټه تمامه شي‎.‎

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *