سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / سلايډ / د قطر غونډې سره داشرف غني مخالفت خو نرۍ مسکا!‏

د قطر غونډې سره داشرف غني مخالفت خو نرۍ مسکا!‏

سرليکنه ‏

په نورو هېوادونو کې دافغانستان دمسئلې دحل په اړه په قطر کې زياتې غونډې او خبرې وشوې هغه ‏په دې دليل چې په پاکستان کې دافغانستان په اړه دسولې خبرو سره د امريکا دوه مخۍ، چين ارومچي ‏کې بې لوري او مسکو کې يې مخالفت ښوولې خو په قطرکې دافغانستان په اړه خبرې کول دامريکا ‏خپله غوښتنه ده او طالب مشران ورته په دې خوښ دي چې په يوه اسلامي هېواد کې دافغانستان په ‏اړه خبرې او غونډې کيږي .‏

افغان ولس په هرهېواد کې چې وي له جګړو دومره تنګ او سولې ته تږى دي چې يوې تلپاتې سولې ‏ته انتظار باسي چې  په جګړو کې  را سترشوي ولس ځوان نسل دسکون او آرام سا واخلي ، خوبيا ‏هم ترنورو هېوادونو قطرکې غونډو ته داسلامي هېواد په نوم په درنه سترګه ګوري .‏

دقطر خبرې چې وړمه سه شنبه پېل شوې وې او ١٦ورځې ېې دوام وکړ بې له کومې پريکړې او ‏نتيجې پاې ته ورسيدې خو بې تمې هم پاتې نه دي، دافغانستان لپاره دامريکا ځانګړې استازې زلمي ‏خليلزاد رسنيو ته ويلي چې په يوڅه سره خبرې راغونډې شوې خو د نورو صلاح مشورو لپاره دخپل ‏هېواد دمشرانو او هم طالب مشران په خپلو کې پرې غور کوي .‏

تراوسه پورې دکومو هېوادونو ترمنځ روغې جوړې شوېدي ناستو يې دومره دوام نه دې کړى په   ‏مشورېو ېې دومره ورځې نه دي تيرې کړي، که امريکا وايي چې په احتياط قدمونه پورته کووچې په ‏پايله کې د مسکو له سرنوشت سره مخ نه شي دا ورځ پرې راتلونکې ده چې دمسکو په  ‏سرنوشت(برخليک) به اخته  کيږي اوله افغانستان څخه  به ېې پوځونه د تيښتې لار لټوي خو غوره ‏داده چې دافغان ولسه دخپلو کړونو بخښنه وغواړي او  ځوړند سرونه خپل پوځونه خپل هېواد ته ‏ستانه کړي.‏

طالب مشران په دې تمه دي چې لکه د هېواد  دولسواليو په څير به کابل هم فتحه کوي او اشرف غني ‏په دې تمه دې چې د قطر په غونډو کې که  ېې استازي  نماينده ګي نه لري آخربه د بريا ستورى  دده ‏پر ټنډه راخيژي ځکه چې کله خبريالان ترې د سولې او د قطر دخبرو او غونډو په اړه پوښتنې کوي ‏دمخالفت سره سره نرۍ مسکا هم وکړي داسې بريښې چې خليلزاد ورته په غوږ کې کوم  څه ويلي چې ‏د واک پال  ستا د لاس په کرښوکې ښکاري .‏

داچې د قطر په غونډه کې ١٦ورځې بحث وشو په څه خبرې وشوې؟ څه ته سره نږدي شول؟ څومره ‏تمه شته ؟ امريکا خپله پوځونه باسي که له موافقې له مخې ېې باسي؟ امريکايان ځې که تښتي؟ ‏امريکا د  افغانستان په  جګړه کې ځان ګټونکې که تاواني شميري؟ خليلزاد ته دامريکا مرکزي ‏قوماندانۍ په څومره موده کې دخپلو پوځونو دوتلو مهالويش واک ورکړى؟ په افغانستان کې به ‏انتخاباتووروسته واک څه ډول وي ؟ طالبانو ته به  په حکوت کې ونډه ورکول کيږي که واک؟ او … ‏دا ټول لا پټ پاتې دي او ١٦ورځو کې پرې داسې موافقه نه ده شوې چې رسنيو ته دخبر لپاره اعلان ‏کړل شي .‏

اوس يوڅه پټ پاتې دي چې يابه داشرف غني نرۍ مسکا دهغه په هغه ګټه تماميږي يا د طالب مشرانو ‏دکابل فتحې ته انتظار، امريکا يو هم نه غواړي نه اشرف غني ته دومره واک ورکوي چې خپلې ‏پريکړې په خپله خوښه وکړي او نه طالبان دکابل فاتحين منلاى شي، که طالبان دکابل فاتحين ومني بيا ‏‏ خو دامريکا هغه ګټي چې دپوځونو له وتلو وروسته ېې په افغانستان کې په نظرکې نيولې هغه هم له ‏لاسه ورکوي ځکه دقطر خبرې ېې انجړې مشوړې ته ورته کړي او ژرېې سر نه  خلاصوي.‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *