سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / د دوحې د سولې خبرې د بيا خبرود پيل په موخه پاى ته ورسيدې

د دوحې د سولې خبرې د بيا خبرود پيل په موخه پاى ته ورسيدې

د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې له دوو اونیو راهیسې روانې خبرې د کومې هوکړې له لاسلیکولو پرته پای ته ورسېدې. بېلابېلو سرچینو ویلي ، چې پر یو شمېر ټکیو پرمختګ شوی دی.

دواړه لوري د ترهګرۍ پر تعریف او دا چې څوک ترهګر دی، سره سلا شوي دي. سرچینې وايي، د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش لا هم اختلاف پر ځای پاتې دی.

د خبرو د دې پړاو په پای کې کومه هوکړه نه ده لاسلیک شوې، خو ټاکل شوې چې امریکایان او طالبان به د روانې مارچ میاشتې وروستیو کې د خبرو بل پړاو پیلوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزرات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خبرو پنځم پړاو له پای ته رسېدو وروسته په یو شمېر ټویټر پیغامونو کې ویلي، د سولې لپاره حالت ښه شوی دی خليلزاد وايي

”دا څرګنده شوه چې ټول لوري د جګړې ختمول غواړي. له لوړو ژورو سره هم موږ پرمختګ وکړ. د سولې لپاره باید پر څلورو ټکو هوکړه وشي، چې له ترهګرۍ د مبارزې ډاډ، د پوځونو وتل، د افغانانو خپلمنځي خبرې او هر اړخیز اوربند دی. د جنورۍ خبرو کې موږ ”اصولاً پر دغو څلورو اصلونو موافقه وکړه ” او موږ اوس ”د لومړنیو دوو پر مسودې هوکړه کړې. ”

د خليلزاد پر خبره

“کله چې د پوځونو وتلو مهالوېش او له ترهګرۍ سره د اغېزمنې مبارزې اقداماتو پر مسوده هوکړه وشي، بیا به طالبان او د حکومت په ګډون نور افغانان د یوه سیاسي جوړ جاړي او هر اړخیر اوربند لپاره خپل منځي خبرې پیل کړې. بل ګام به واشنګټن کې بحثونه وي او دغه راز به له نورو ملګرو سره سلا مشورې کېږي، موږ به ژر بیا سره ووینو او تر هغو چې پر ټولو مسایلو هوکړه نه وي شوې، وروستۍ هوکړه نه شته. 

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوې خبر پاڼې کې هم ويلي دي

د مذاکراتو د ورستي پړاو پای ته رسیدو په اړه داسلامي امارت د ویاند څرګندونې


د تیرې فبروري میاشتې په ۲۵ مه نیټه له امریکایي لوري سره پیل شوي مذاکرات پرون ۱۷ مه ورځ د مارچ په ۱۲ مه نیټه پای ته ورسیدل.
د مذاکراتو په دې بهیر کې په هغو دوو موضوعاتو چې د جنوري په میاشت کې توافق ور باندې شوی و تفصیلي او هر اړ خیز بحثونه وشول، هغه دوه موضوعات له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغان خاورې نه کارول و، داچې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه څنګه او په څومره وخت کې وځي او د وتلو ترتیب به یې څنګه وي؟
همدارنګه له اینده افغانستان څخه به امریکا یان او ملګري یې څه ډول مطمئن کیږي؟ په دې دواړو برخو کې کافي پرمختګ وشو، د اوس لپاره به دواړه لوري په شویو پرمختګونو لا زیات غورکوي، له خپلو مشرانو سره به یې شریکوي او په راتلونکي غونډه کې به چې وخت به يې وروسته د دواړو مذاکراتي ټیمونو په موافقه تعینیږي امادګي نیسي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې په اور بند او دکابل ادارې سره په مذاکراتو هیڅ کومه فیصله نه ده شوې او نه هم نور موضوعات په اجنډا کې داخل شوي دي، په دې اړه د ځینو رسنیو راپورونه حقیقت نه لري.
بله خوا ارگ هم خپل اند پرې څرگند کړى دى

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه لنډ پیغام له لارې د افغان سولې بهیر کې د امریکا هڅې ستایلې چې وايي هیله لري دا به له طالبانو سره د اوږدمهاله د بشپړ اوربند لپاره لار هواره کړي.

ارګ وايي، هیله یې دا ده چې ژر طالبان له افغان دولت سره هم د سولې خبرې پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *