جمعه , 20 اکتوبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / په ننگرهار کې هوايي بريدونه شوى
ولسوالی-های_ننگرهار

په ننگرهار کې هوايي بريدونه شوى

د ننگرهار چارواکو ويلي دي چې هوايي بريد له امله ٦ وسله وال طالبان اوداعش وژل شوي دي دولايت يوه خبرپاڼه وايي د ننگرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې د هوايي بريد په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژل شوي  او اووه ټپيان دي

ياده سرچينه زياتوي دغه راز په ورته وخت کې د بټي کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې په هوايي بريد کې د و طالبانو دوه غړي، چې ورونه و وژل شوي دي.

طالبانو او داعش لا په دې اړه څه نه دي ويلي خو د ننگرهار چارواکي په يوې بلې خبرپاڼه  کې ويلي دي چې د روداتو ولسوالۍ شهيدانو مېنې سيمه کې د عزيز الله په نوم يو تن پر کور نا معلومو کسانو لاسي بم غورځولی، چې له امله يې نوموړی وژل شوى ، مېرمن او درې ماشومان يې ټپيان شوي دي.  اوبيا زياتوي چې د کامې ولسوالۍ شيخانو کلي کې يو مارستيز موټر ماشوم وهلی  مړشوى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *