جمعه , 20 اکتوبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دتاريخ دبدلولو هڅه !
qudratullah hadad new image

دتاريخ دبدلولو هڅه !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

تاريخ که هېنداره وي هغه نه بدليږي دهر چاپه لاس کښې ،چې مطبوعات اوخپرونه ورغله بيا هرڅه ويلى شي . حفيظ الله امين دجلال آباد نوم دتړون ښار په نوم کړ تړون ښار نوم له امين سره يوځاى لاړ بل نواب ښار و داتجربه ډېره شوې خلکو دليلن اوستالين مجسمې وليدلې ،چې بيا ماتې شوې همداسې دې  دائتلافي حکومت له امريکې او  انگليس سره پايناب ،چې بابا ى ملت ،ملي اتل او مارشال پيداشول بله ورځ بيا هيڅ هم  نه وي .

اوس هند،ايران ،روسيه او چين خپل سيورى په افغانستان کښې ويني پاکستان ځکه نه ياديږي ،چې دپاکستان هڅوب دافغانستان او هندترمنځ دى هند، ايران اونورو هرڅه خپل دي دپاکستان ژبه اوکولتور افغانستان کښې دومره اغېز نه شي درلوداى پاکستان دغزنويانو ،غوريانو او ابداليانو تر اسلام وړاندې کوشانيانو (کوچيانيانو ) يفتليانو … په پېرونو کښې افغانستان سره يوه کاسه وه . اوس هم داداگنج بخش ، علي هجويري غزنوي او زمزمه توپ لاهور کښې دى دعلامه اقبال ډېره هيله افغانستان ته وه ،چې يو اسلامي خوځښت به له دې لورې ورځي دعلامه اقبال فلسفه اسلامي وه.

خيبر ازمردان حق بيگانه نيست

دردل او صدهزار افسانه ايست

دايوازې دعلامه خبره نه ده دادجنوبي اسيا دمسلمانانو گروهنه ده دوږي  په اتلسمه 1368 ل کال دکابل په غازي لوبغالي کښې داحمدشاه مسعود دپنجشير محلي قوماندان ،چې دامريکا له بريد وروسته هغه ملي اتل په دې وبلل شو ،چې طالبانو سره يې جگړه کوله او کولاب کښې ناست و.

دده دوژل کيدو ورځ يې نمانځله کرزى هم ورغلى و ،چې دمسعود دمړينې شپږم کال کښې خپلې خبرې وکړي ،دى دخبرو په حال کښې و ،چې بهرني ساتونکي يې ورته وويل : حالات ښه نه دي ژر بويه ووځي  دغونډې گډونوال ټول وترهيدل ،کرزى وايستل شو ،کرزي په خپلې نيمگړې ويناکښې دکابينې دبدلون خبره وکړه ،چې ژربه دکتور عبدالله عبدالله بېرته راولي هرڅه به سم شي ،دامريکا له بريد نه وروسته ” مارشال ” قسيم فهيم ماڼيجن و ،چې کرزي دوى وايستل ځکه حالات ويجاړ شول .

په دې ورځ له پنجشېرنه ډېر خلک راوستل شوي و ،چې غونډه غټه شي ددغه دولت ټول غړي له کرزي تر وروستي حکومتي واړه سړي پورې له تاريخه بې خبره دي که داسې نه واى دافغان انگليس په دوهمه جگړه کښې کيونارى د انګليس حاکم په بالاحصار کښې ، چې له غازي لوبغالي  لېرې نه  دى څنگه او د چاله خوا  ووژل شو که ده پخپله ځان وسوځاوه.

که کرزى ژر  وتلى نه واى دى او دده ملگري  پښولاندې چيت پيت کيدل داد زور اوزر  پادشاهي ده.

دا د خلکو د خوښي پاچاهى نه ده.دا د بش  د نړيوال  حکومت يوه برخه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *