دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / دقطر دفتر تړل به دسولې هڅې له منځه يوسي
150222132108_taliban_office_in_qatar_640x360_afp_nocredit

دقطر دفتر تړل به دسولې هڅې له منځه يوسي

سرليکنه

په قطر کې دطالب مشرانو سياسي دفتر ددې لپاره جوړ شو چې دپخواني حکومت په هره غونډه کې به ويل کيدل چې دسولې په اړه دطالبانو سره دمذاکراتو ادرس نشته دا وينا به دنورو افغان چارواکو او سياستوالو علاوه حامد کرزى دهر اختر په لمانځه کې کوله چې بالاخره دحکومت دا بهانه هم له منځه ولاړه او په کابل کې دسولې په نامه شورا ولس ته ډاډ ورکړ چې دطالبانو سره دسيمې دهېوادونو او گاونډيانو دعلماء په منځگړتوب مذاکرات پيل کړي .

دا چې دسولې په نامه شورا يواځې دا اعلان وکړ چې دطالبانو سياسي دفتر په قطر کې جوړ شو له هغې ورځې را وروسته داستاد رباني  لخوا بيا د مذاکراتو دپيل څرک ونه ليدل شو . په قطر کې دطالبانو دسولې په دفتر کې امريکايې چارواکو دمخه نيوکې درلودې او يا يې اوس دتړلو امر اشرف غني ته کړى دى

دا په دې مانا چې کومه ورځ دقطر دسولې او سياسي مذاکراتو په دفتر کې افغانان په خپلو سره راټول شي په افغانستان کې به سوله راشي دهمدى انديښنې له کبله ټرمپ اشرف غني ته امر کړى دى دى چې په قطر کې دسولې او مذاکراتو سياسي دفتر دتړلو هڅې پيل کړي

که څه هم ديو شمير کارپوهانو په اند څومره چې اړتيا وه او بايد دقطر دسولې او مذاکراتو دفتر ډير څه کړي واى  هغسې نه دي شوي

خو بيا هم په افغانستان کې دروانې جگړې پر ځاى دقطر دفتر ته دسولې د مذاکراتو تمه شته چې که يو ځل بيا دتېر ٢٠١٥ کال دمئى دمياشتې په ٣-٢ دوه ورځنې سيمنار دويمه غونډه بيا جوړه  شي اميد شته چې په افغانستان کې به روانه جگړه پرسوله بدله شي

له يوې خوامريکاپه افغانستان کې پرجگړه ټينگار کوي اوټرمپ دټولو هغه کړنومخالفت کوي چې دسولې پخلاينې ته لاره هواره وي

ټرمپ ويلي چې په قطر کې دطالبانو دفتر وتړل شي بياخوبه په افغانستان کې دسولې او مذاکراتو تمه هم ختمه شي

دولسې جرگې په گډون افغان ولس په ولسي کچه چې د جگړو قرباني هم دى په قطر کې د طالبانو دفتر له تړلوسره مخالفت ښودلى دى

ټول افغان ولس ، گاونډي هيوادونه بايد دسيمې په کچه  په افغانستان کې يوې تلپاتې سولې ته لاره هواره اود جگړې ددوام مخه ونيسي څود امريکاارمان دروسانو په څيرله خاورو سره خاورې شي

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *