دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / د ټرمپ په جګړه ییزه ستراتیژي کې د B 52 اغیز
14230029094_aaf604d406_k

د ټرمپ په جګړه ییزه ستراتیژي کې د B 52 اغیز

احمد مختار

وروسته تر دې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله جنګي ستراتیژي اعلان کړه، دلته د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونو هم زور واخیست.

پر ولسي سیمو دغه بریدونه له نا آرم ولایت کندوز څخه پیل، تر هلمند، اوروزګان، ننګرهار، پروان، لوګر، غزني او … پوري ورسیدل.

په یادو بریدونو کې چې ټول پرکلیوال میشتو سیمو تر سره شول، په سلګونو ملکي وګړو ته، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو، درانه تلفات واړول شول.

په پروان کې د امریکايي بمبار هدف د یوه واده مراسم و، چې د خواوشا سیمو ډیرو خلګو پکي ګډون درلود او د تلفاتو شمیره یې ۸۰ کسانو ته ورسیده.

هماغه و چې د سیمو خلګو د امریکایانو د دغه وحشیانه عمل په مقابل کې په لاریون لاس پوري او له ځانه سره یې د مرګ په امریکا شعارونو ترڅنګ د اسلامي امارت سپین بیرغونه هم لیږدول.

امریکايي پوځیان او په هیواد کې د هغوی تحت الحمایه لاسپوڅي رژیم دغه ړندې بمبارۍ د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ د بریالیتوب لامل بولي او غواړي په افغانستان کې د هوايي بریدونو د زیاتوالي لپاره د B 52 په شمول پر مختللې جنګي الوتکې وکاروي.

په دې اړه د سپتمبر د میاشتې په څلورمه نیټه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې امریکا غواړي له څو زره سمندري ځواکونه سره یو ځای یو شمیر بي ۵۲ الوتکې افغانستان ته ولېږي.

د ورځپاڼې په حواله دا ځواکونه او الوتکې افغانستان ته د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر اساس لېږل کېږي.

واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د میشتو امریکايي چارواکو له خولې ویلي چې ټاکل شوې ده، افغانستان ته ایف ۶، ایف ۱۶، اې تندر بولټ او بي ۵۲ ستراتیژیکې الوتکې واستول شي.

د دوی په وینا د امریکا د سمندري او توپچي ځواک سل کسیزې ډلې به د وسله والو طالبانو له منځه وړلو په غرض د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شي.

خو د پوځي کارپوهانو له نظره یادې الوتکې یواځې د ولسي خلګو له مرګ ژوبلې پرته د طالبانو (مجاهدینو) په له منځه وړلو کې هیڅ موثریت نه لري.

ځکه د امریکايي یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو په خلاف مجاهدین یوازې چریکي (د خرپ او ترپ عملیات) تر سره کوي چې په دې سره هغوی د ځان لپاره یو ثابت مرکز او د تجمع ځای نه لري.

ایف ۶، ایف ۱۶، اې تندر بولټ او بي ۵۲ الوتکې، چې امریکايي ځواکونه یې د بمباري لپاره په افغانستان کې کاروي، هغه له نظامي لحاظه یوازې د ثابتو اهدافو د له منځه وړلو لپاره کارول کیږي.

د افغانستان د پوځ یو پخواني متقاعد نظامي جنرال ښاغلی عتیق الله امرخیل وايي چې B 52 او هغه الوتکې چې امریکایان یې اوس په افغانستان کې د طالبانو خلاف جګړه کې کاروي، اصلا د هیوادونو په سطحه د مجهزو پوځونو او د هغوی د ثابتو اهدافو د له منځه وړلو لپاره کاریږي، نه په چریکې جګړو کې د چریکیانو د نابودولو لپاره.

همدا وجه ده چې د امریکايي ځواکونو لخوا د دغو الوتکو له کارولو سره سم په افغانستان کې د ملګي تلفاتو کچه هم تر بل هر وخت زیاته شوې او په هر ځای بمباري کې یې لومړی قربانیان ولسي وګړي وي.

جنرال عتیق الله امرخیل په دې اړه له طلوع ټلویزون سره په خپلې مرکې کې وايي: د ټرمپ په ستراتیژی کې د طالبانو خلاف د B 52 په شمول د پرمختللیو الوتکو کارونه د طالبانو د له منځه وړلو لپاره نه، بلکې د عامو افغانانو د وژنو لپاره ده، ځکه د هغوی هر بم چې زرګونه کیلو وزن لري، په ملکي سیمو باندې غورځول د زیاتو تلفاتو لامل ګرځي، او طالبان په کلیوالو سیمو کې د مشخصو او ثابتو مرکزونو د نشتون له امله هیڅکله د دغو الوتکو هدف نشي ګرځیدای.

دا پوځي جنرال زیاتوي چې امریکایان دا هوايي بریدونه د نظامي لوائحو له مخې نه، بلکې د امریکايي جاسوسانو د ناسمو اطلاعاتو پر اساس تر سره کوي، همدا وجه ده چې په هره بمباري کې د هغې ټول قربانیان ولسي وګړي وي او دا کار د امریکایانو او د حکومت په خلاف د عام ولس پر ذهنیت ډیر منفي اغیز لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *