دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / رحمان بابا دپښتنو حکيم دى په هرڅه پوهيده
hadad_pic(

رحمان بابا دپښتنو حکيم دى په هرڅه پوهيده

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

بيلتــــانه يې پټ پنهم په زړه تــاراج کړم

وديدن ته يې په هسې رنگ محتــاج کړم

چې غرقاب يې دغمونو پـــــه امواج کړم

هيڅ پاياب يې مونده نه شي څه علاج کړم

داشنـــــــا دمينې غم شه نـــــاپــــــايــــــابه

رحمان بابا دپښتنو حکيم دى په هرڅه پوهيده . دهانري کسنگر خبرې دامريکې دپاره دي  مونږ خپل حکما لرو ،گرشاسب بابا ، ملت له خپلو پردى  نه دى جوړ ځکه له څه شملې دپښتنو شته .

درحمــان  دعاشقۍ هسې غږ و شــــــــه

چې برپاى شو په هر شهر کښې شورونه

داڅه هسې وړيا خبره نه ده ،چې داروپا او امريکا ،کاډا، استرليا پوځونه راغلي او دلته پښتنو سره جگړه ده ککرۍ توييږي .

احمدشاه مسعود يې اتل بلل شوى  فهيم مارشال دا وشنې مسخرې دي.

But this approach is appropriate only to stable periods because then various

Components of the international system generally have similar conception of the” rules of the game ”

دې نه مطلب دادى که ته يو څه غواړې  مونږ هم خپل کار کوو او دادى  اوږده جگړه او ستاسو تيت پرک کيدل .

پښتانه وايي : ” کلي په زور نه  کيږي  ” مونږ هم دود ، لار او قانون لرو داتجربه ډېره شوې که څوک ځان طاوس جوړ کړي رنگين شي بيـــــا جاذبه نــــه لري .

چې هر گـــــز دې لاس نــــه  دى کښينولى

بــيهوده دهغو چـــــارو پـــــــــه ارمان يې

هسې رنگ دې   هغه جهان تــــــه شاکړه

گويا تل  بــــــه مستقيم پـــــــه داجهان يې

هومره سردې وخپل خداى وته ټيټ نه کړ

لکه ټيټ پـــــــــــه لور دخان و دسلطان يې

دهلک پـــــــــــه څېر بـــــــه لاس اچوې اورته

نه خبر پــــــه خپل بهبود نه پـــــه نقصان يې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *