سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / په مصر کې چاودنه شوې

په مصر کې چاودنه شوې

د مصر هېواد په پلازمېنه قاهره کې چاودنه شوې چې له امله د یو مشکوک کس په ګډون دوه پولیس وژل شوي دي او دوه ټپيان دي

چارواکي وایي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته الازهر جومات ته څېرمه رامنځته شوې ده

د مصري چارواکو په خبره مشکوک کس تر وړاندې لا پولیسو پېژندلی و خو تر نیولو مخکې یې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د چارواکو په خبره دا مشکوک تروریست له تېرې اوونۍ راهیسې په قاهره کې د یوه بل جومات مخې ته د بم اېښودلو د هڅې په تړاو د پولیسو تر څار لاندې و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *