سه شنبه , 19 مارچ 2019

هنر


س، سيرت
منم چې مينه ګرانه خو دلبرراباندې ګران دى
په زړه کې مې ځاې کړى د زړه سر راباندې ګران دى
په يو نظرمې زړه پسې وتلى له ګوګله ‏
څه ښکلى شان اثر دى دا اثر راباندى ګران دى
دامينه فطرتي ده که زما ورسره مينه ‏
شډل بډل پښتون د لر بر راباندې ګران دى
ريبار ويل اشنادى مرور نه پخلاکيږي
ماويل خير که مروردى مرور راباندى ګران دى
په مړوسترګو وژنه ددې ښکلو لوى هنردى
سيرته مادى مړکړي دا هنر را باندى ګران دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *