سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / خلیلزاد : د افغان سولې لپاره یو ملي مرکچي ټیم اړین دی.

خلیلزاد : د افغان سولې لپاره یو ملي مرکچي ټیم اړین دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پخپلو وروستیو مرکو او له ځينو سیاسي څېرو سره ليدنې پيل کړي ، چې د افغانستان جګړه د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې د حل وړ ده
خلیلزاد له پخواني جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف سره په لیدنه کې ویلي، افغان سیاسیون او حکومت باید یو ملي، متحد او رښتینی مرکچي پلاوی وټاکي.

دده په خبره دغه پلاوی کولی شي د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب له طالبانو سره خبرې وکړي او روانې ستونزې ته د حل لاره ومومي. 
خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې سیاف هم پر دې مسئله ورسره هوکړه کړې او د افغان سولې لپاره یې دغه لاره غوره او ګټوره بللې ده. 
خلیلزاد تېره ورځ له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې هم ویلي وو، چې د سولې په اړه تر مشورتي لویې جرګې مخکې باید یو ملي، رښتینی او متحد مرکچي پلاوی جوړ کړل شي او بیا دې جرګه دغه پلاوي ته بشپړ صلاحیت ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *