سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / اشرف غني سوله مني خو په انتخاباتومشرطه ‏

اشرف غني سوله مني خو په انتخاباتومشرطه ‏

سرليکنه ‏

‏ ‏اشرف غني په مسکو کې د فبروري په پنځمه غونډه هم خوښ او هم ېې مخالف ؤ خوښ په دې ؤ چې د ‏جګړې د پاې ته رسيدا لپاره يو ګام ؤ هغه ګام چې تراوسه نه ؤ پورته شوې يانې بين الافغاني غونډه ‏تراوسه پورې دافغانستان په مسئله نه وه جوړه شوې خو اختلاف ېې په دې وکړ چې افغان حکومت ته د ‏حکومت په سترګه ونه کتل شول.‏
مسکو د غونډې د مخه اعلان کړې ؤ چې د يوې بين الافغاني غونډې لپاره زمينه برابروي خپله هم په دې ‏غوڼډه کې رسمي برخه نه اخلي ځکه خو د طالبانو په شمول له افغانستان څخه تر ٢٨پورې افغان مخور ‏او سياستوال دې غونډې ته بللي ؤ.‏
اشرف غني په موجوده روانه سوله کې په دې زړه نازړه ده چې نه ورته مسکو د حکومت په سترګه ‏ګوري ، نه امريکا او نه طالبان
‏ طالبان خو ېې په هيڅ کې هم نه شميري ، ځکه ېې خبرې هم زړه نازړه دي، دمخه به ېې په غونډو کې ‏ويل د سولې لپاره يوه اجماع پکار ده خواوس چې په مسکو کې ېې د بين الافغاني غونډې پايله وليدله او ‏دده حکومت ته د حکومت په سترګه ونه کتل شول مخالفت ېې کوي . ‏
په دې غونډه اشرف غني او ډاکټر عبدالله دواړو ډول ډول نيوکې وکړي خو دعبدالله د اجرائيه رياست ‏مرستيال محمد محقق په دې غونډه کې برخه درلوده، هغه هم دحکومت او اجرائيه رياست په نماينده ګۍ نه ‏بلکې د هزاره قوم په نماينده ګۍ، دلته پوښتنه داده چې محقق دهزاره قوم په نماينده ګۍ د ائيه رياست ‏معاونت نه لري خو دمسکو په غونډه کې د هزاره قوم په نماينده ګۍ برخه اخيستې وه ‏
اشرف غني هم دمحقق په نظر وايي طالبانو ته واک سپارم خو دانتخاباتو د ګټلو وروسته او هم بايد افغان ‏حکومت تر مشرتابه لاندې غونډې وشي ، اشرف غني دافغانستان سوله مشرطه کړې او په دې شرط ولاړ ‏دې چې لومړي افغان حکومت دده په وينا په رسميت وپيژندل شي بيا به په سوله او واک سپارلو هغه هم ‏دانتخاباتو او ګټې وروسته .‏
دهمدې ټکې په نظرکې طالبان هم وايي چې افغان حکومت سره خبرو کولو ته حاضرنه دي، حقيقت دادى ‏چې دواړو لوري يوبل په رسميت نه پيژني اشرف غني سره دا ويره ده چې طالبان به پرې د امارت په نوم ‏ومنل شي او طالبان وايي که داشرف غني سره خبرو ته کښينو حکومت به ېې رسميت غوره کړې همدا ‏ستونزه ده چې اشرف غني ېې له امريکا، ګاونډيانو، مسکو، او طالبانولري ځګه ېې سوله مشروطه کړې ‏وايي چې که انتخابات طالبانو وگټل بيا به ورته واک هم ورکړي، هسې خو په غونډو کې اشرف غني دا ‏وينا کوي اما حقيقت دادې چې اشرف غني طالبانوته په وحکومت کې ونډې ته هم خوښ نه دى او ځنې ‏شرطونه له ناکامه يادوي چې له انتخاباتو وروسته به ورته واک سپاري .‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *