چهارشنبه , 20 فبروري 2019

د حيا ورځ

س، سيرت ‏
په غربي نړۍ کې د نورو ورځو ترڅنګ ١٤فبروري د عشق د ورځې په نوم نمانځل کيږي چې اوس ېې په ‏يوشمېرغربپلوه اسلامي هېوادونو کې هم دود موندلى دى او په ډيرې سپين سترګۍ سره همدا يوشمير اسلامي ‏هېوادونه د خپل اسلامي تاريخ څخه ناخبره اما دعيسويت دود او کلتور پر مخ بيايي.‏

د عشق او عاشقانو د ورځې بشپړ تاريخ خپله عيسيويانوته هم څرګند نه دى خو دخپل دود له مخې هرکال د ‏فبروري په ١٤ دا ورځ نمانځي ‏
دوي هغه دودونه سرته رسوي چې داسلامي ټولنې لپاره شرم دى، که عيسويان دغه ورځ چې هغوى ېې د ‏ولنټاين دورځې په نوم يادوي نڅاته ‏
دهغوې به د خپل مذهب له مخې خپل کلتور وي، په اسلامي هېوادونو په وګړو هسې ټکه راوليدلې چې د ‏غربيانو يا عسيويانو دودونه نمانځي.‏
‏ داسلام په مقدس دين کې هره ورځ د قدر او يوه الله ته دعبادت ورځ ده ، هره ورځ له لوى الله څخه بخښنه ‏غوښتل دګناهونو د عفوى سبب ګرځي‏
هره ورځ دالله او دالله د بندګانو سره مينه داسلام د مبارک دين له لار ښوونو څخه ده ،
‏ هره ورځ دالله د رضا لپاره دالله دمخلوق چې هغه د اسلام تابع او داسلام مبارک دين ته د زړه له کومې خدمت ‏کوي دهغه سره مينه د رښتينې مسلمان دنده ده.‏
ترټولو غوره داده چې دالله، دالله درسول، انبياء کرامو، بزګانو، علماءکرامواو نيکانو سره مينه وکړل شي دخپلې ‏کورنۍ، دوستانواو مسلمانانو سره د الله د رضا لپاره مينې کولو سره د الله رضا حاصليږي، خو دا کومه ورځ ‏چې عيسويان او ځني نورله اسلامه ناخبره خلک نمانځي دا ورځ هيڅ تاريخ نه لري هسې ديوې کيسې په شکل ‏عسيوانو ته راپاتې ده .‏
عيسيوي کاتوليکان وايي چې د روم په لرغوني تاريخ کې چې ځنې روميان ېې دمسيحي تاريخ درېمه سليزه بولي ‏په رومي تمدن کې دهغوې په مذهب د ولنټاين په نوم يو تن ؤ چې دوخت د واکمن پرخلاف په عمل سره په دار ‏ځړول شوې ؤ.‏
کاتوليکان وايي چې رومي واکمن به ويل ترواده کړو زلميان په جګړه کې غښتلې وي، مه ورسره مينه(عشق) ‏کوۍ او نه ورسره بايد نجونې ودونه وکړې چې دمينې او عشق له امله له جګړې پاتې کيږي دوې بايد جګړه ‏وکړي خو ولنټاين په پټه توګه د واکمن د امرپرخلاف زلميانو سره مينه او د نجونو ودونه دود کړل
‏ دهغوې په وينا چې ظالم حکمران پرې خبرشو د مينې او عشق د دود کولو په تور ېې په دار وځړاوه چې هغه ‏ورځ د فبروري ١٤وه ځکه اوس ټول عيسويان په عامو غونډو او کليساګانو دا ورځ د عشق يا ولنټاين د ورځې ‏په نوم نمانځي چې دا ورځ نمانځل کاملا دعيسيويت دود او دکلتوردى که ېې څوک نمايځې مسلمان ورته نه شي ‏ويل کيداى، دې ورځې ته داسلامي نړۍ ځوانانو دحيا ورځ ويلې او په اسلام کې حيا ستراصل دې عيسويان په ‏دې ورځ په بشبړ توګه د ولنټياين په نوم بې حيايي کوي خو مسلمانان داسلام دې ستراصل (حيا) ته په درنښت ‏دزياتې حيا په ساتلو ټينگار کوي . ‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *