شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / سلايډ / پاکستان هېواد ته د طالب استازو سفر…

پاکستان هېواد ته د طالب استازو سفر…

محمد اصف ازاد

نوی خبر دا دی چې طالبان به د روانې فبروری میاشتې په ۱۸ مه پاکستان ته د دغه هېواد په رسمي بلنه سفر وکړي. په اسلام اباد کې به له امریکایي لوري سره د ناستې تر څنګ له عمران خان سره د افغان مهاجرینو او تجارانو پر ستونزو هم خبرې وکړي.
طالب یو سیاسي او پوځي قوت دی. او نړۍ هم نور طالب د یوه سیاسي او پوځي قوت په توګه مني. په سیاسي نړۍ کې د هېوادونو د ډیپلو ماتیکو اړیکو پالل او سفرونه د دوه اړخیز ضروت او معمول کار دی.
د نړۍ ټول هېوادونو د خپلو ملي ګټو په اساس د نړۍ له نورو هېوادونو سره د روابطو د رامنځته کولو او ساتلو هڅه کوي.
د طالبانو او د سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ د ډیپلوماتیکو روابطو جوړول د دواړو اړخونو اړتیا ده. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یوازې دریو هېوادونو د دوی حکومت په رسمیت پېژانده، چې هغه وخت د دوی لپاره یوه غټه ستونزه دا هم وه. طالبان سر له اوسه په دې هڅه کې دي چې د سیمې د هېوادونو هغه اندېښنې چې د طالبانو د واک ته په رسېدو یې لري، ځواب کړي. د امریکا په شمول د نړۍ ډېری هېوادونو نور دا منلې چې د راتلونکي افغانستان واکمن به طالب وي. د طالب او امریکایي استازو تر منځ په مذاکراتو کې د امریکایي لوري ښکاره تر ټولو لومړی غوښتنه له طالبانو د دې تضمین غوښتل و چې له راتلونکي افغانستان څخه به دوی ته کوم تهدید نه رامنځته کیږي. چې دا په خپله طالب د یوه واکمن لوري منلو په معنا ده. طالبانو هم د قطر دفتر د پرانیست له مهاله د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یو نه یو ډول ډیپلوماتیک روابط درلودلي دي، بېلابېلو هېوادونو ته یې سفرونه کړي او غونډې او ناستې ترسره شوي. چې دغه روابط په دې وروستیو وختونو کې پراخ شوي او زیات شوي دي. د تېر کال په اګست کې د طالبانو د قطر دفتر یوه هیئت د دفتر د مشر، ښاغلي عباس ستانکزي په مشری ازبکستان هېواد ته د هغوی په بلنه څلور ورځنی سفر کړی و، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او همدا شان د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره یې کتلي و. د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې ایران هېواد ته هم د طالب استازو سفر درلود، چې د ذبیح الله مجاهد په قول د اشغال د پای ته رسولو او د سیمې د هېوادونو د سیاسي او اخلاقي ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه یې دغه هېواد ته سفر کړی و. د افغانستان بل ګاونډي هېواد، چین هم له طالبانو سره خپلې اړیکې منلې او ویلي یې دي چې هغوی هم له طالبانو سره د قطر دفتر له لارې په اړیکه کې دي. د تېرې جنوری ۲۳مه په پاکستان کې د چین سفیر، یاوو ژنګ د پېښور پوهنتون په یوه غونډه کې وویل چې هېواد یې طالبان د افغانستان د راتلونکو واکدارانو په صفت پېژني. هندي چارواکو هم ویلي و چې د اشرف غني حکومت نور خپل باور له لاسه ورکړی او دوی ته په کار دي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې رامنځته کړي. د دغه هېواد د ملي امنیت د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي، ساتېش چندرا ویلي و چې د طالبانو بېرته واکمنېدل یو نه ردېدونکی حقیقت دی. د نړۍ ډېری هېوادونه اوس په همدې هڅه کې دي چې له طالبانو سره خپل روابط رامنځته او پیاوړي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *