سه شنبه , 19 فبروري 2019
کورپاڼه / خبرونه / جرمني په افغانستان کې خپل پوځي شتون تمديد کړ

جرمني په افغانستان کې خپل پوځي شتون تمديد کړ

د جرمني پارلمان د لومړۍ وزیرې په شتون کې پرېکړه وکړه،  چې  په افغانستان کې به یې د  ځواکونه  د یوه بل کال لپاره هم  شتون ولري. پارلمان  پرېکړه کړې چې دغه پوځيان به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي

د المان پارلمان  وايي دوی غواړي د افغانستان په پرمختګ، امنیت او ثبات کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

د المان پارلمان همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د مېشتو سرتېرو شمېر یې تر ۱۳۰۰ کسانو پورې لوړېدلی شي. المان دمګړی د ۱۲۰۰ په شاوخوا کې سرتېري په افغانستان کې لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په روزنه او ملاتړ کې ونډه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *