شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / عربستان د ترهګرو د ملاتړو په لېست کې شامل شو

عربستان د ترهګرو د ملاتړو په لېست کې شامل شو

اروپايي کمیسیون سعودي عربستان د ترهګرو د ملاتړو په لېست کې ورشامل کړى . د له خنډونو او فشارونو سره سره اروپايي کمیسیون ویلي چې سعودي عربستان به د پيسو سپینولو او ترهګرو د ملاتړو په لېست کې ورزیاتوي

. د کمیسیون په خبره سعودي عربستان د ترهګرو د ملاتړ او همدا راز د پیسو سپینولو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کمزوری عمل کړی دی، نو ځکه یې په دغه لېست کې ورزیات کړ.

دغه لېست به د اروپايي پارلمان تایید ته هم ورځي.

د اروپايي پارلمان غړو وار د مخه ویلي چې یاد لېست ته به د تایید رایه ورکوي.

افغانستان او ایران هم له وړاندې د اروپايي کمیسیون په هغه لېست کې موجود وو، چې د پیسو سپینولو پر وړاندې مبارزه کې کمزوري دي. په دغه لېست کې له شته هېوادونو سره اروپايي بانکونه او هېوادونه باید له احتیاط کار واخلي، خو نور بندیزونه نه ورباندې وضع کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *