شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / د ایران سیستان بلوچستان کې بريد شوى

د ایران سیستان بلوچستان کې بريد شوى

د ایران سیستان بلوچستان ایالت کې دايران  د سپاه پاسداران امنیتي ځواک پر پوله ساتو سرتېرو ځانمرګی برید شوی چې له امله يې ٢٧ امينتي سرتيري وژل شوي دي او ٢٠ تنه يې ټپيان دي

د سپاه پاسداران امنیتي ځواک  قدس څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي، برید کې له باروتو ډک یو ګاډی له هغه بس سره ټکر شوی، چې د سرحدي ځواک پلي سرتېري یې لېږدول.

په یوه اعلامیه کې وايي، “دا برید تکفیري ترهه ګرو کړی چې د ولکې او استکبار نظام له استخباراتو سره” تړلي دي.

د جیش العدل ډلې  د خواله رسنۍ ټیلګرام له لارې ویلي، چې برید دوی کړی دی.

دغه ډله وايي چې د بس ټولې سپرلۍ وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *