شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / سلايډ / د مذاکراتي ټیم بشپړتیا او سولې ته ژمنتیا

د مذاکراتي ټیم بشپړتیا او سولې ته ژمنتیا

حبیب مجاهد

د افغانستان د مسلمان اولس یو له سترو او اوږدمهالو ارمانانو څخه د سولې او استقرار راتګ دی. په تیرو څلویښتو کلونو کې زموږ اولس ډیر لږ له دې نعمت څخه خوند اخیستی. په وروستیو دوو لسیزو کې د سولې او سوکالۍ په وړاندې تر ټولو ستر خنډ بهرني اشغالګر ځواکونه او د هغوی ناروا او ظالمانه حضور و. په دې مرحله کې چې غربي رسنیو په مطبوعاتي ډګر برلاسي درلوده نو له خپلو قوي تبلیغاتو په استفاده یې دا فکر تشهیر کړی و چې په افغانستان کې د سولې په وړاندې خنډ طالبان دي، تر دې چې طالبان یې د جګړه غوښتونکو، ترهګرو او په نورو ناشایسته نومونو نومولي او مشهور کړي ول.

مګر له اوولس کلن ویاړمن جهاد وروسته چې اوس د جګړې اساسي عامل( بهرنی اشغال) په خنثی کیدو دی. امریکایان د وتلو لپاره تیاری نیسي او د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره یې له طالبانو سره په لوړه کچه مذاکرات پيل کړي. له بلې خوا طالبانو هم د راتلونکو ټکرونو او جنجالونو د دفع لپاره په داخلي سطحه تفاهمات پیل کړي چې په دې سلسله کې یې د مسکو په غونډه کې له اکثرو داخلي جهاتو سره د تفاهم بریالی غونډه ترسره کړه. دې حالت ته په پام سره اوس د دې وخت را رسیدلی چې د سولې لپاره اصلي متعهد او د اولس په استقرار باورمن اړخونه معلوم او مشخص کړای شي.

په دې خاصه مرحله کې اشرف غني او د کابل رژیم ځیني چارواکي چې په تیرو کلونو کې یې طالبان د سولې دښمنان بلل او ټوله ملامتیا یې په طالبانو اړوله اوس یې خپله د جنګ شعارونه پيل کړی دي. دغه د سولې کاذب مدعیان کله د ( سر یې وهئ سنګر یې نیسئ) شعارونه پورته کوي. کله له نورو جګړه ییزو ادبیاتو په استفاده داسې اظهارات او ګواښونه کوي چې یوازې د سولې لپاره رامنځته شوي فرصت ته زیان رسوي او دوه اړخیز باورونه تخریشوي.

اما طالبان لکه څنګه یې چې د مسکو په کانفرانس کې د افغانستان د سیاست ټولو ښکیلو اړخونو ته غیږه خلاصه کړه اود اولس او هیواد د راتلونکي استقرار لپاره یې د لوړ اخلاص، ایثار او ښه نیت ښکارندويي وکړه، بل اړخ ته یې په خپلو رسمي اظهاراتو کې هم همیشه د سولې لپاره خپله ژمنتیا ثابته کړې ده.

اوس تازه په تازه طالبانو په یو بل کمساري اقدام کې د مذاکراتو لپاره خپل رسمي پلاوی د پخوا په نسبت پراخ او پياوړی کړی دی. د طالبانو لخوا په خپره شوي رسمي اعلامیه کې راغلي دي چې لس تنه مخور مشران یې د مذاکراتي ټیم اعضاء ټاکلي چې ځینې یې لکه ملا محمد فاضل مظلوم، مولوي امیر خان متقي ، ملا عبداللطیف منصور، ملا خیر الله خیرخوا، ملا نور الله نوري، ملا عبدالحق وثیق، مولوي محمد نبي عمري، ملا عبدالمنان عمری د تحریک د لوړ کچ مشهور او منلي مشران دي چې نه یوازې په ښه توګه د تحریک نمایندګي کولای شي بلکې د مذاکراتي پروسې د اغیزمنتوب په برخه کې هم ښه رول درلودلای شي.

دغه وروستۍ اقدام ثابتوي چې د طالبانو مشرتابه په ډیر جدیت سره د سولې پيل شوې پروسه تر نظر لاندې ساتي او تر ټولو اهم اولویت یې بولي. په دې ډول معلومه شوه چې د طالبانو پر خلاف شل کلن تبلیغات چې دوی یې د سولې دښمنان معرفي کول بې اساسه افواهات او بې بنیاده خبرې وې. ځکه د رښتیا په میدان کې ثابته شوه چې طالبان د بل هر اړخ په نسبت د سولې پروسه په ډیر جدیت تعقیبوي او پرلپسې مفید او اغیزناک ګامونه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *