شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / طالبان په اسلام اباد کې له عمران خان سره گوري

طالبان په اسلام اباد کې له عمران خان سره گوري

طالب وياند ذبيح الله مجاهد  په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي چې د طالبانو پلاوي په اسلام اباد کې د فبرورۍ پر ١٨ د امريکا له پلاوي او د پاکستان له  د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري په دې کتنه کې په د پاکستان له لوري سره د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او افغان تجارانو په ستونزو به هم تفصیلي خبرې وکړي.

نورې خبرې په خبر پاڼه کې

داچې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د مذاکراتو سلسله شروع ده او تر اوسه پوری یې په قطر هیواد او متحده عرب اماراتو کې غونډې تر سره کړې دي، د تیر مجلس په جریان کې د شوي توافق سره سم به د روانې فبروري میاشتې په ۲۵ نیټه بیا هم د قطر په مرکز دوحه کې دوام پیدا کوي.

همدا ډول د پاکستان هیواد د حکومت په رسمي غوښتنه به د روان ۲۰۱۹ م کال د فبروري په ۱۸ نیټه له امریکایې ټیم سره د اسلامی امارت د مذاکراتي ټیم ناسته او مذاکرات په اسلام اباد کې تر سره شي او د اسلامي امارت مذاکراتي ټیم غړي به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري، د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او افغان تجارانو په ستونزو به هم تفصیلي خبرې وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۸/۶/۱۴۴۰هـ ق
۲۴/۱۱/۱۳۹۷هـ ش ــ

٢٠١٩/٢/١٣

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *