شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / محمود قریشي :افغان سوله دټولې سیمې په ګټه ده

محمود قریشي :افغان سوله دټولې سیمې په ګټه ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان به د سیمې له هېوادونو سره په ګډه له افغان سولې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه د افغانستان سوله د خپل هېواد او ټولې سیمې په ګټه بللې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې له دې پروسې ملاتړ یو ګډ مسوولیت بولي او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

هغه ویلي افغان سولې یوازې او یوازې له سیاسي لارو چارو پای ته رسېدلی شي نو باید په دې برخه کې پوره هڅه او کار وشي،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *