جمعه , 20 اکتوبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / ملي جوړښت او ملي سياست !
hadad_pic(

ملي جوړښت او ملي سياست !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

دکسنگر ( Henry A. Kissinger  ) دکتاب په سريزه کښې داخبره شوې . ” زه  پوهيږم  ،چې کړاونه له دې راولاړيږي ،چې بهرنۍ اړيکې په کوم څېر جوړ ې شي په داسې يوې نړۍ کښې ،چې دملتونو يوه گډوله ده هغه يې Composed  بولي . او ملتونه بشپړ تو پير سره لري ټولنيز او سياسي او دژوندانه په لاره کښې په کوم مفهوم دا اړيکې ونيول  شي . ”

امريکا اوانگليس دنولسمې پيړۍ زړه لار نيولې ده نور هېوادونه يې هم رابللي ،افغانستان له امريکې ډېر لېرې پروت دى دختيځ او لويديځ له پلوه وهل شوى . روسان او کمونستي ،چې تللى امريکا راغلې لس کاله تر روسانو وروسته دواړو يوه پلمه درلورده روسانو ويل :

بين المللي امپرياليزم په سرکښې يې امريکا راځي زمابين المللي دنده ده ،چې تاسو وژغورم .

دامريکې پلمه تروريزم سره مقابله ده او هماغه زاړه ښاماران دي ،چې په نولسمې پيړۍ کښې آسياته راغلي اوس هم هماغه زړه لوبه ده .

داخبره مووکړه ،چې افغانستان ملي سياست نه لري ،چې ملي سياست نه وي بياخپلواکي نه وي دوى ،چې  لويه لوبه کوي دوى به يې کوي ددوى کاردى .

پښتانه له هغو نرگوټو ماڼيجن دي ،چې يوه يې ويلي و اتحاد جماهير شوروي سره دوستي هېوادپالنه ده او بل يې وايي امريکې سره دوستي هېواد پالنه ده افغان پالنه په دې دوو کښې ورکه ده .

امريکې او انگليس له خپلو پوهانو نه دي اوريدلي ،چې دغرب دمدنيت پايناب وحشت شو .

هانري کسنگر وايي :” شوروي اتحاداو امريکا دواړه ددې په ځاى ،چې دنړۍ اړتيا وته يوه لار ولټوي پوځي طاقت لوړوي ” پوځي کيدل جگړه ده جگړه دخلکو اړتيانه ده ، دوى هغه خلک ښيي ،چې په جگړو کښې ټپيان وي اودوى يې درمله کوي هغه هم ديوڅو تنو کله ،چې دسړيتوب خبره شي همدا اوس امريکا دخپلو ټپيانو ،چې عراق او افغانستان کښې ټپيان شوي  دهغه درملنه هم نه کوي هغې برخې ته يې گوري ،چې په جگړې کښې ژوبل شوي که پخوايې هم کومه ناروغي درلوده دهغې درملنه نه کوي داخبرې اوس امريکې کښې روانې دي ،دويتنام دجگړو ژوبلو خلکوته له خلکو مرسته غواړي ” ځان ځاني خپله خواري ده ”  داړينه ده ،چې دامپريالستي هېوادونو کړو وړو باندې هرڅوک پوه شي .

پښتانه پوهيږي په تېره هغه پښتانه ،چې خپل دود کښې پاتې دي .

هغو پښتنو ،چې انگليسي نخرې کولې هر ځاى کښې ،چې وي غرني دودونه لري دغرغښت بابا دود دى . ملي جوړښت پښتنو کښې چټک راتلاى شي ځکه ،چې له ښې مرغې غرنى دود ،غرغښت ،غښتلى ،ګرشاسب بابا په دوى کښې شته ،چې په لنډو کښې پښتونولي ده او پښتونولي دغيرت اوعدالت نښه ده په چاکښې پښتو پاتې ده په چاکښې نه ده پاتې څوک يې لري څوک يې نه لري ؟

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *