جمعه , 20 اکتوبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / اشغالګر د خپل تاریخي شکست پټولو په لټه کې دي
amirica

اشغالګر د خپل تاریخي شکست پټولو په لټه کې دي

امریکایان په افغانستان کې دخپل ۱۷ کلن تاریخي شکست اوشرمندګي دتوجیه لپاره لدې پرته چې دګاونډي هیوادپاکستان مداخله تبلیغ اواذهان پرې مختل کړي بل هیڅ کوم چانس اوپلمه په لاس کې نلري.

له همدې امله دټرامپ نوي ستراتیږی چې ټوله په درواغو، سرتمبګی اوتشوپلمو عیاره شوي یومهم ټکی اوبرنامه یې داده ترڅو پاکستان د افغانستان په مسائيلو دخيل او د روان برمیال جهاد اوتاریخي مقاومت نسبت له افغانانو پرته بل چاته وکړي .

حقیقت دادی چې پاکستان دپرویز مشرف په مشری دهغه امریکایی ايتلاف غړی و چې دافغانستان داشغالولو لپاره امریکایانو جوړ کړی و.

خودالله تعالی په نصرت د افغانستان داسلامي امارت ترمشري لاندي جهادي مقاومت په خپلو مټو وکولای شول چې دامریکایی یرغل اوستم په مقابل کې کلک ودريږي اودهیوادنیمایي برخه خاوره ترخپل مستقیم تسلط اوواک لاندي وساتي.

امریکایانو دنړی د ۴۹ هیوادونو په لښکرو سربيره خپل یونیم لک مجهز اوپرمختللی پوځ دافغانانو په مقابل کې استعمال کړ،دوه تریلیون ډالره یې ولګول اوله بوش نیولي تراوباما اوټرامپ پوري هريوه خپلې ناترسه ستراتیږی دلته کارولي

خوله دغه اوږده جبراووحشت اوپراخ ځاني اومالي زیان سربیره چې بیاهم امریکایانو په افغانستان کی مطلق شکست وخوړاوپه هرمیدان کې ناکام اومایوسه شول نودهغودپټولولپاره دوئ مجبورول اودي چې یوه داسې پلمه اوبهانه ولټوي چې لدې وړاندې روسانواوکمونیستانوهم کارولي وه

امریکایان اومزدوران یې تبلیغ کوي چې پاکستان طالب مشرانوته په خپله خاوره کې ځای اوپناه ورکړي .

ترکومه ځایه چې دطالب مشرانوپه پاکستان کې داستوګني موضوع ده اصلي خبره داده چې پاکستان دلکونوافغان مهاجرینو استوګن ځای دی اوله تیرودری نیمو لسیزوراهیسي هلته افغانان میشته دی ممکن په دغو مهاجرینو کې دطالبانو یوشمیرکورنی هم وی خوداپه دې معنا نده چې پاکستان دې هغوئ له الفه تر ی پیژندلي وي او دروسانو پرخلاف دافغان جهاد په څیردې طالبان هلته سیاسي اوپوځي مراکز ولري ، روزنه اوپالنه دې ورکول کیږي

طالبان چې په نيمايي افغانستان خپله ولکه چلوي اودامریکا دسترطاغوت مقابله کوي سوق اواداره یې له پاکستان اوبل کوم ګاونډي هیواد څخه هیڅکله ممکنه نده ، طالبان منظم تشکیلات لري دهرې سیمي ، ولسوالی اوولایت لپاره مسؤلین اوقومندانان لري هغوئ دخپل مکلفیت له مخې اړدي چې اوږه پراوږه له خپلو مجاهدینو سره ووسي اوشپه ورځ ورسره موجودوي.

مونږ امریکایانو او مزدورانو ته یې وایو په دغوپلمواوبهانوباوروکړی چې نه به روان جهادته دالله پاک په نصرت کومه صدمه ورسوی اونه به له افغانانو اونړئ څخه خپل تاریخي شکست پټ کړای شي.

غوره خبره داده چې په واز کومي ووايي چې په افغانستان کې موماته خوړلي ، جنګي ماشین موناکاره شوی دی اودطالب دمقابلي توان نور نلرو

اوداخبره هم واوری چې اسلامي امارت ستاسو له هرډول جنګي اوشیطاني حربوڅخه پوره اګاهي لري که لدي ورسته په دې سوچ اوفکر کې یی چې دمجاهدینوحوصلي به یې په دغوخیالي نقشو، اوپوچوتبلیغاتوکمزوري کړی اوګټل شوي سنګرونه به ترینه ونیسي نوسخت تیروتلي اوښوئیدلي یاست اودابه ستاسي دحماقت او جهالت پای اوانتها وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *