چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / خبرونه / په ترکیه کې چورلکه نسکوره شوې

په ترکیه کې چورلکه نسکوره شوې

ترکي چارواکي وایي چې د ترکیې یوه پوځي چورلکه د استانبول ښار په څنډو کې د بېړنۍ ناستې پر مهال را غورځېدلې ده چې له امله یې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د استانبول والي علي یرلیکایا پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه چورلکه د فبرورۍ په یولسمه د استابول په اسیایي برخه کې د استوګنیزو اپارتمانونو ودانیو ترمنځ لوېدلې ده.

د دې پېښې له امله په سیمه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *