چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / امريکا د سولې په غږ د سولې مخالفه‏

امريکا د سولې په غږ د سولې مخالفه‏

سرليکنه
په مسکوکې چې دمخه او تېره اوونۍ دافغانستان په اړه د طالب مشرانواو افغان سياستوالو ترمنځ ‏بين الافغاني غونډه وشوه پکې دافغانستان د١٨کالو شخړې چې دامريکا د يرغل په نتيجه کې ‏راپيښه شويده دحل بحثونه وشول او ترتېرو غونډو ېې نسبتا ښې پايلې هم ولرلې. ‏
له دې سولې چې امريکا ېې په خوله غږ او په عمل مخالفت کوي يو شمير افغانان دا تمه نه لري ‏چې دامريکا په استازيتوب دې په افغانستان کې سوله وشي اوهغه دې دافغان ولس په خير تمامه ‏شي خو ځنې د نظر خاوندان ېې بيا له جګړې ګټوره بلي وايي سولې ته خو به مزل لنډ کړل ‏شي .‏
امريکا په مسکوغونډه نيوکې لري چې د طالبانو سره روسيه مرسته کوي او شک کوي چې له ‏افغانستانه د امريکايي پوځونو د وتلو پسې روسېې راخستې ده څو له افغانستانه د امريکا لاسونه ‏لنډ او يوځل بيا مسکو ته په افغانستان کې د پښې ايښودو چانس په لاس ورشي .‏
روسيه او امريکا په افغانستان کې د شپيتو کالو راهيسې هراړخيزه سيالي لري، پر افغانستان ‏چې روسانو يرغل کړې ؤ روسې پوځونه افغان ولس دخپلو سرونو په قربانۍ ، مقاومت ‏اوامريکايي وسلوتيښتې ته اړکړل، امريکا سره دا ويره ده چې روسيه ترې په افغانستان کې د ‏طالبانو سره په مرسته خپل غچ اخلي او دافغانستان څخه دامريکايي پوځونو په ايستلو کې روسيه ‏لوې لاس لري ځکه د مسکو دغونډې مخالفت کوي .‏
نه د روسي يرغل پرمهال افغان مجاهدينوسره د  امريکا د وسلو له مرستوسترګې پټېدا ې شي ‏او نه ددې څوک انکار کولاى شي چې روسيه دې له افغانستانه د امريکايي او نورو ‏بهرنيوپوځونو په ايستلو کې مرسته ونه لري ، خپله روسي چارواکو په مسکو کې دتيرې ناستې ‏پرمهال د طالب مشرانو سره په ليدنه کې اعتراف کړى چې له افغانستانه د بهرنيو پوځونو په ‏وتلو کې د افغان ولس ملاتړکوي .‏
رسنيود طالبانو د لوړپوړو چارواکو په حواله ليکي وو امريکا ورسره منلې ده چې دزيږديزکال ‏اپريل مياشتې تر پايه به يې خپل شاوخوا نيمايي عسکر له افغانستانه وباسي. خو دغه خبره بيا د ‏امريکا پوځي جنرالانو تائيد نه کړه.
دافغانستان لپاره د مسکوځانګړې استازى ضميرکابلوف ويلي چې روسيه غواړي له افغانستانه د ‏امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امريکا او طالبانو تر منځ خبرو اترو کې مرسته وکړي هغه هم ‏پدې شرط چې پر طالبانو لګيدلي بنديزونه هم لرې کړل شي .‏
په افغانستان کې اوس مهال داسې حالت روان دى چې روسيه او امريکا او هم يوشمير نور ‏هېوادونه سره له دې چې دافغانستان پرخاوره اور بل دې دوې پکې دخپلو ګټو لپاره هلې ځلې ‏کوي، دا به هم ومنو چې طالبان به هم خپلې ګټې په نظر کې لري خو ياد هېوادونه خپلو ګټو ته ‏اوليت ورکوي، روسېې چارواکو د مالدويا دوه تنه چې درې کاله دمخه د ملګرو ملتونو په ‏چوکاټ کې ېې ماموريت درلود د طالبانو له بنده ازاد کړيدي. ‏
که روسيه او امريکا وايي چې موږ په افغانستان کې تاوانونه کړي، تاوانونه ېې دخپلو تيروتنو له ‏امله کړي اوس دواړه روسيه او امريکا په ګټه کې دي چې دافغانانو له غچ اخستلو خلاص دي، ‏افغان ولس دغچ اخستلو توان نه لري يوځنې هيله ېې داده چې په هېواد کې سوله او امن راشي . ‏امريکا هم همدا ټکې په نظرکي لري او شرط ېې ګرځولى چې د افغانستان له خاورې به پرمونږ ‏ګذارنه کيږي خو بيا هم نه غواړي په افغانستان کې د روسېې په مرسته سوله وکړي د نړيوالواو ‏خپله دامريکا د ولس له شرمه غږ د سولې کوي خو په حقيقت کې امريکا په افغانستان کې د ‏سولې مخالفه ده .‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *