شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / طالبان: موږ به په راتلونکي سیاسي نظام کې مهم رول لرو

طالبان: موږ به په راتلونکي سیاسي نظام کې مهم رول لرو

د پاکستانۍ  دډان ورځپانې سره د طالبانو  د ویاند ذبیح الله مجاهد مرکه چې د سولې په اړه يې خبرې  په کې کړي دي

پوښتنه:

آیا له موږ سره خپل دستور او منشور شریکولای شئ؟

ځواب:

موږ مدون او چاپ شوی دستور تراوسه نه لرو، خو اهداف مو مشخص دي، زموږ اهداف په افغانستان کې د اشغال خاتمه، اسلامي نظام حاکمول، امنیت او سوله برقراره کول، بیا خپل هیواد بیرته ابادول او هیوادوالوته خدمت کول دي.

پوښتنه:

ستاسو استازي شیرمحمد عباس ستانکزي د کابل حکومت اوسنی اساسي قانون ناسم ، له غرب څخه کاپي شوی او د سولې په وړاندې یو خنډ وباله، د دې خبرې لپاره کوم دلیل شته؟ په دې اساسي قانون کې کوم مشخص مواد دي چې طالبان يې نه مني که يې راته په ګوته کړئ؟

ځواب:

د ستانکزی صاحب خبرې دقیقې دي، واقعا چې د کابل ادارې اساسي قانون د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې د هغو په ګټه ترتیب شوی، شاید هیڅ هیواد هم داسې قانون ونه مني چې هغه د الوتکو له بمبار سره یوځای ورته جوړ شوی او پرې تحمیل شوی وي، زموږ ټولنه یوه سوچه اسلامي ټولنه ده، زموږ لپاره به اساسي قانون د اسلامي شریعت په رڼان کې جوړیږي او بیا به عملي کيږي، کله چې موږ اسلامي نظام جوړ کړو بیا به په اوسني اساسي قانون کې لازم تعدیلات راولو او ټول هغه ځایونه به په کې اصلاح کړو چې غیر شرعي دي. زه اوس نشم کولای هغه مادې دلته تاسو ته نقل کړم، ځکه دغه قانون د عالمانو تشخیص او څيړنې ته اړتیا لري بیا به يې نواقص په ګوته کیږي.

پوښتنه:

ستانکزي دا هم وویل چې طالبان یو اسلامي اساسي قانون چې د علماء و لخوا ترتیب شوی وي هغه غواړي، نو ستاسو په اساسي قانون کې به څه شی وي، له اوسني اساسي قانون څخه به په کومو موادو کې بدل وي او آیا طالبان داسې علماء په نظر کې لري چې هغوی به داسې اساسي قانون لیکي؟

ځواب:

هو دا خبره دقیقه ده چې موږ داسې اساسي قانون غواړو چې هغه د شریعت له لارښونو سره سم او مطابق وي،  زموږ ټولنه داسې علماء لري چې هغوی به د استقلال تر لاسه کیدو وروسته راټولیږي ، د اوسني قانون ستونزې به مشخصې کوي او پرځای به يې اسلامي تعدیلات راولي، چې اوس زه نه هغه علماء ښودلی شم اونه هم هغه ځایونه چې له شریعت سره په تضاد کې دي، ځکه دا د هغه وخت او  علماؤو کار دی.

پوښتنه:

طالبان د افغانستان په راتلونکي سیاسي نظام کې ځانته څه رول ګوري او له دې څخه د طالبانو مقصد څه شی ده چې وايي موږ افغان شموله سیاسي نظام غواړو؟

ځواب:

موږ به په راتلونکي سیاسي نظام کې مهم رول لروچې اوس يې په ګوته کول له وخت څخه مخکې دي،  داچې وايو افغان شموله نظام غواړو معنا یې داده چې د افغانستان د ټولو اقشارو نمایندګان به په نظام کې وي، ټول به خدمت کوي او ټول به بې له کومې منازعې په نظام کې خپل استازي ګوري.

پوښتنه:

آيا طالبانو د مؤقت حکومت په اړه مذاکرات کړي دي، که کړی يې وي نو د طالبانو په اند د دې حکومت ډول به څرنګه وي او څه څه کارونه به کوي؟

ځواب:

نه د موقت حکومت په اړه نه موږ خبرې کړي اونه دا زموږ وړاندیز دی.

پوښتنه:

ستانکزي دا هم وویل چې طالبان سولې او د ښځو حقوقو ته ژمن دي، خو په عین حال کې يې دا هم وویل چې خارجي کلتور، ډرامې او فلمونه ښځې دې ته هڅوي چې افغاني دودونه مات کړي او پرخلاف يې ګامونه پورته کړي، نو د افغان ښځو او د ښځو د حقوقو د ادارو لخوا انديښنې دي چې امکان لري دوی به بیرته هغه دور ته لاړې شي چې شل کاله وړاندې وو، نو تاسو د ښځو لپاره په جامعه کې څه رول ویني؟

ځواب:

د ستانکزي صاحب خبره سمه ده، زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، موږ د ښځو او نارینه وو لپاره هغه حقوق او د ژوند تیرولو چوکاټ غواړو چې اسلامي شریعت يې لارښونه کوي، د دې ستر هدف لپاره زموږ اولس تر دوه میلیونه پورې شهیدان ورکړي، البته پخوا چې کومې ستونزې راغلی وي، هغه ټولې حقیقت نه وي، بلکې په اکثرو برخو کې تبلیغات شوي، خو که ځينې ستونزې هم وي، وجه داوه چې یا موږ ډیر نوي وو یا د هغه وخت د ټولنې اړتیا وه چې مخکې ډیر پراخ جنګونه او ډير پراخ فساد تیر شوی وو، نو بیرته اصلاح يې څه جدیت ته اړتیا لرله، اوس وضعیت بدل دی، د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوی او ډيرې تجربې لاسته راغلي بیا د ښځو او نارینه وو دحقوق په ورکولو کې کومه ستونزه نه راځي، ان شاءالله

پوښتنه:

په داسې حال کې چې طالبان په دوحه او مسکو کې د سولې خبرې کوي، ولی يې په افغانستان کې بریدونو ته دوام ورکړی دی؟

ځواب:

په دوحه کې موږ له امریکایانو سره په خبرو بوخت یو خو داسې کومې نتیجې ته لا نه یو رسیدلي چې له مخې يې باید په امریکایانو او داخلي ملاتړو يې بریدونه ونشي، د مسکو کنفرانس کې هم داسې څه نشته چې له مخې يې موږ جګړه او نظامي فشار متوقف کړو، موږ جګړې ته اړ یو دښمن هم زموږ په وړاندې بریدونه کوي او موږ هم د هغو په وړاندې جګړه کوو.

پوښتنه:

آیا دا غیر اخلاقي خبره نه ده چې طالبان د کابل له حکومت سره خبرې نه کوي او هغه پریکړې چې له امریکا سره ترسره کیږي په داسې صورت کې به  هغه څه ډول  په افغانستان کې  عملي شي؟

ځواب:

له کابل سره خبرې کول له حقوقي پلوه ستونزې لري، که موږ د کوم حکومت په نوم له کابل ادارې سره خبرې کوو، معنا يې داده چې موږ هغه مزدور رژيم د یو مشروع رژيم په توګه منو چې اشغالګرود الوتکو د بمبار په زور پر موږ تپلی دی، بیا نو موږ باغیان بلل کیږو او باید مبارزه ونه کړو، په داسې حال کې چې پردي تپل شوي نظامونه هيڅوک هم نه مني ، هغه پریکړې به حتما عملي کیږي چې افغان اولس او زموږ مجاهدین يې غواړي.

پوښتنه:

آیا طالبان د اوربند او بین الافغاني خبرو خلاف دي، که وي نو ولي؟

ځواب:

ترهغو چې اشغال وي، اوربند او بین الافغاني خبرې نتیجه نه لري، ځکه اشغال په ټولو خبرو سیوری غوړولی دی، اختیارات له اشغالګرو سره دي، زموږ په مشرانو بمبارونه او بریدونه کیږي، په داسې حال کې اوربند او بین الافغاني خبروته موږ فرصت نه لرو، موږ لومړی باید بهرنی اشغال پایته ورسوو او بیا خپلو داخلي ستونزو حل کولو ته متوجه شو.

پوښتنه:

هغه کوم افغان مشران دي چې یا په اوسني حکومت کې کار کوي او یا يې نه کوي، خو طالبان له هغو سره یوځای کیدل غواړي؟

ځواب:

موږ له هغه چاسره چې زموږ سره مخالف پاتی شوي خو اوس په کابل اداره کې کار نه کوي، خبرې او مفاهمه کوو، خو هغوی چې په نظام کې رسمي دندې لري او د نظام برخه دي له هغو سره خبرې نه کوو، البته له ټولو مخالفو جهتونو سره خبرې کول د منازعې د حل او د سولې د اعادې په منظور ترسره کیږي او دا پروسه له چا سره کوم ډول یوځای کیدل نه دي.

پوښتنه:

د مذاکراتو میزته په راوستلو کې پاکستان څه رول اداکړی دی؟

ځواب:

له امریکا سره د خبرو کولو اراده زموږ خپله وه، موږ له اشغال څخه مخکې هم امریکاته ویلي وو چې د جګړې پرځای له موږ سره خبرې وکړي، بیا مو په ۲۰۱۳ کال کې د خبرو لپاره په دوحه کې سیاسي دفتر جوړ کړ د همدې لپاره چې موږ له امریکا سره خبرې وکړو، خو دا امریکایان ول چې خبرې يې نه کولي.

داچې اوس حاضر شوي چې خبرې وکړي، موږ هم ورسره خبروته داخل شوو،  نو په دې خبرو کې زموږ په خوا کې د کوم هیواد رول نشته بلکې دا زموږ خپل ابتکار او پخوانی دریځ ده.

پوښتنه:

که چیرې طالبان د افغانستان په سیاست کې داخل شي، نو هغوی به پاکستان  ته په څه نظر ګوري؟

ځواب:

پاکستان زموږ یو ګاونډی هیواد دی، له شوروي اتحاد سره د جهاد په مهال زموږ دمهاجرینو لپاره تر ټولو ښه ځای پاتې شوی، حتی افغانان يې خپل دوهم کور بولي، نو موږ  به په راتلونکي کې له پاکستان سره د یوه ورور او ګاونډي هیواد په توګه چلند کوو او د متقابل درناوي څخه ډکې اړیکې ورسره غواړو، همدا ډول له نورو ګاونډيانو سره هم .

پوښتنه:

د طالبانو لخوا د القاعده مشرانو څخه حمایت هغه څه وو چې د دوی د حکومت د سقوط سبب شو، که چیرې بیا طالبان واک ته رسیږي نو آیا طالبان به بیا هم داسې ډلو او ګروپونو ته ځای ورکړي؟

ځواب:

د اسلامي امارت په وخت کې له هغو بهرنیو مجاهدینو څخه ساتنه او ځای ورکول چې د شوروي اتحاد سره د جهاد په مهال افغانستان ته راغلي وو او دلته موږ ته په میراث پاتې وو هغه یو مذهبي او کلتوري غوښتنه او ضرورت وو، اوس داسې څوک دلته نه دي پاتې چې هغه پنا ورکولو ته اړتیا ولري، خو موږ یوڅه ډير په صراحت سره وایو چې اسلامي امارت به هیچاته اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې څخه چاته ضرر پيښ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *